کابل (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۴): تهران کې د افغانستان سفارت د ایران له عدلي او قضايي بنسټونو غوښتي چې په دغه هېواد کې د مېشتې افغان کډوالې کبرا رضايي قاتل ژر تر ژره د قانون منګولو ته وسپاري.
د راپورونو له مخې، کبرا رضايي د خپل کارځای په لور روانه وه چې تښتول شوې او وروسته بیا په ډېره بېرحمۍ سره وژل شوې ده.
تهران کې د اسلامي امارت سفارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره دا پېښه غندلې او د کبرا له کورنۍ سره یې خواخوږۍ څرګنده کړې ده.
سرچینه لیکي چې اړین اسناد، لکه وثیقه، حصر وراثت او وکالتلیک چمتو او د کبرا کورنۍ ته سپارل شوي دي.
په اعلامیه کې راغلي چې د دغه سفارت مسوولینو د ایران د کنسولي چارو له عمومي ادارې سره لیدنه کړې او په تړاو یې د سفارت رسمي یادښت هم یادې ادارې ته سپارلی دی.
د سفارت د معلوماتو له مخې، ایراني چارواکو ډاډ ورکړی چې مجرم به د هویت له په پام کې نیولو پرته، عدالت ته وسپارل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP