ژبه

د کابل والي: د ا.ا په بیا واکمنېدو سره د دیني او عصري علومو ترمنځ واټن له منځه تللی

کابل (پژواک، ۱۷ زمری ۱۴۰۴): د کابل والي د ۱۴۰۴ کال د کانکور د لس غوره زده‌کونکو د ستاینې په مراسمو کې ویلي چې علم باید د ملت او ټولنې په خدمت کې وي او افغان ځوانان باید د علم په ډګر کې د سیمې کچه وځلېږي.

د کابل والي ملا امین‌الله عبید، چې د ۱۴۰۴ کال د کانکور ازموینې د لسو غوره زده‌کونکو د ستاینې په مراسمو کې یې خبرې کولې، وویل: «الحمدالله د اسلامي نظام په راتلو سره، هغه واټن چې د دې ملت دښمنانو د دیني او عصري علومو ترمنځ رامنځته کړی و، له منځه تللی دی، او دا د افغانستان او د دغه هېواد د مسلمان ملت لپاره یو لوی ویاړ ګڼل کیږي.»

د کابل والي ټینګار کړی چې علم باید ملت او ټولنې په خدمت کې وي او افغان ځوانان باید د علم په ډګر کې د سیمې په کچه وځلیږي.

د کابل ولایت د پوهنې رییس مولوي عبدالباسط حقاني هم د کانکور ازموینې غوره زده‌کوونکو ته په خطاب کې ویلی: «تاسو د دې هېواد راتلونکي جوړونکي یاست او لوی مسوولیت لرئ. له پوهې، ژمنتیا او تقوا سره کولای شئ د افغانستان د عزت او پرمختګ لپاره لاره پرانیزئ.»

په دغو مراسمو کې د کانکور په ازموینه کې د دیني مدرسو او ښوونځیو دوه اول‌نمرګان د غوره زده‌کونکو په استازیتوب د کابل ولایت له مقام او د اسلامي امارت د چارواکو له ملاتړ مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د هېواد د علمي خدمت او پرمختګ لپاره به هطڅ ډول هڅې ونه سپموي.

د مراسمو په پای کې،د کابل ولالت مقام د کانکور ټولو غوره زده‌کوونکو ته د ستاینلیکونو ترڅنګ نغدي جایزې هم ورکړې.