د کورنيو چارو وزارت د ولايتونو امنيتي مسوولينو ته امر کړى، څو د پولیسو هغه منسوبین او سرتېري چې له خپلې اصلي دندې دباندې په خدمتي توګه ګومارل شوي، بېرته خپلو قطعو ته واستوي .
د ملي دفاع وزارت وایي، د وسله والو طالبانو څلور کسان چې په هدفي وژنو او د ماینونو ځای پر ځای کولو کې یې رول درلود، په کابل ښار کې نیول شوي دي.
د کابل پولیس وایي چې د دغه ښار د دوولسمې ناحیې اړوند د امنیت ښارګوټي په سیمه کې د چسپکي ماین چاودنې دوه ملکي وګړي او دوه امنیتي منسوبین ټپیان کړي دي.
د ولسمشر لومړى مرستيال امرالله صالح وايي چې د حيرتان بندر په اړه د معلوماتو يوه غټه دوسيه ښيي چې کومې کړۍ هره مياشت د ملت څومره امکانات حیف و میل کوي.
ولسمشر اشرف غني د يوه فرمان له مخې، د حسن نيت له مخې د يوشمېر پاکستانيو بنديانو د خوشې کولو امر کړى دى.
د ملي دفاع وزارت وايي چې دولتي ځواکونو په هغو عملیاتو کې چې د طالبانو د بریدونو په غبرګون کې یې وکړل، په ترڅ کې یې د بدخشان مایمي ولسوالۍ له طالبانو بېرته نیولې ده.
د ملي مصالحې عالي شورا رییس وايي چې د سولې له مذاکراتو سره هم مهال په هېواد کې د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې ده او د طالبانو دغه کړنې د افغانانو لپاره د منلو نه دي.
ولسمشر اشرف غني د پکتيا ولايتي شورا د مرستيال وژل غندلي او د دې ډول پېښو د مخنيوي په موخه يې يو ځل بيا پر طالبانو د اوربند غږ کړى دى.
د افغانستان د بازرس اداره وايي چې د کرونا اړوند لګښتونو کې د فساد له امله د يو وزير او نورو چارواکو په ګډون د ٥٢ کسانو دوسيې لويې څارنوالۍ ته سپارلې دي.
د افغانستان د ملي امنيت رياست وايي چې د وزير محمد اکبر خان د جومات د خطيب مولوي اياز نيازي او د شېرشاه سوري د جومات د خطيب مولوي عزيز الله مفلح د وژلو اصلي طراح يې نيولى دى.
د کورنيو چارو وزارت وايي چې وسله والو طالبانو په تېره يوه اوونۍ کې ٩٨ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د کورنيو چارو وزارت وايي چې وسله والو طالبانو په تېره يوه اوونۍ کې ٢٤٦ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړلوې ده.