ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دولتي ځواکونو د بدخشان مایمي ولسوالي بېرته نيولې ده

دولتي ځواکونو د بدخشان مایمي ولسوالي بېرته نيولې ده

author avatar
22 Nov 2020 - 11:01
دولتي ځواکونو د بدخشان مایمي ولسوالي بېرته نيولې ده
author avatar
22 Nov 2020 - 11:01

کابل (پژواک، ٢ لېندۍ ٩٩): د ملي دفاع وزارت وايي چې دولتي ځواکونو په هغو عملیاتو کې چې د طالبانو د بریدونو په غبرګون کې یې وکړل، په ترڅ کې یې د بدخشان مایمي ولسوالۍ له طالبانو بېرته نیولې ده.

وسله والو طالبانو تېره اوونۍ د دې ولسوالۍ د نيولو پر مهال د امنيه قوماندان په ګډون ګڼو امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې وه.

د ملي دفاع وزارت وايي، په دغو عملیاتو کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده او د هغوى ډېر شمېر وسلې او مهمات د امنیتي ځواکونو له لوري له منځه وړل شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، دغه راز په یاده ولسوالۍ کې یو شمېر تازه دمي ځواکونه ځای پر ځای شوی او نور به طالبانو ته اجازه ورنه کړي چې هېوادوالو ته زیان ورسوي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.