منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 7:21 غ.م
ننوتل
8° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
دولت او سياست

ولسمشر د حسن نيت له مخې د يوشمير پاکستاني بنديانو د خوشې کولو فرمان ورکړ

ولسمشر اشرف غني د يوه فرمان له مخې، د حسن نيت له مخې د يوشمېر پاکستانيو بنديانو د خوشې کولو امر کړى دى.

· 2 دقیقې لوستل · 276 کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ٣ ليندۍ ٩٩) : ولسمشر اشرف غني د يوه فرمان له مخې، د حسن نيت له مخې د يوشمېر پاکستانيو بنديانو د خوشې کولو امر کړى دى.

د ولسمشر دغه فرمان چې د ١٣٩٩ لمريز کال د لړم په ٢٨مه، صادر شوى، يوه کاپي يې پژواک خبري اژانس ترلاسه کړې ده.

په دې فرمان کې راغلي، د اساسي قانون د٦٤مې مادې د ١٨ جزء د مندرجاتو د حکم له مخې، د حسن نيت او د دواړو هېوادونو د اړيکو د پياوړتيا په موخه د يو شمېر پاکستاني اتباعو چې د افغانستان د نهايي محاکمو له خوا محکوم شوي وو، خوشې کېږي.

ددې فرمان په لومړۍ ماده کې راغلي، د هغو پاکستانيو اتباعو چې د بند موده يې يوه مياشت پاتې وي، د هغوى پاتې موده عفوه شوې ده.

د  فرمان په دويمه ماده کې راغلي، هغه پاکستاني بنديان چې د بند ترڅنګ جريمه شوي هم وي، خو د جريمې د نه ورکړې له امله يې د بند موده اوږده شوې، هم عفوه شوي دي.

د ولسمشر د فرمان په درېيمه ماده کې راغلي، هغه کمېسيون چې د اختر په مناسبت د ولسمشر د فرمان له مخې، د بنديانو د عفوه او تخفيف چارې پر مخ بيايي، د ولسمشر دا فرمان هم بايد عملي کړي.

د فرمان په پنځمه ماده کې راغلي، چې دا فرمان د لړم له ٣٠مې نېټې څخه نافذ دى.

د يادونې ده، چې يو شمېر پاکستاني اتباع د بېلا بېلو جرمونو په تړاو په افغانستان کې بنديان دي، خو کره شمېره يې نه دى معلوم.

خواجه نصیراحمد صدیقی