ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نور ته د صالح خطاب: د حیرات بندر د اختلاس په اړه یوه غټه معلوماتي دوسیه لرو

نور ته د صالح خطاب: د حیرات بندر د اختلاس په اړه یوه غټه معلوماتي دوسیه لرو

author avatar
24 Nov 2020 - 17:31
نور ته د صالح خطاب: د حیرات بندر د اختلاس په اړه یوه غټه معلوماتي دوسیه لرو
author avatar
24 Nov 2020 - 17:31

کابل (پژواک، ٤ لېندۍ ٩٩): د ولسمشر لومړى مرستيال امرالله صالح وايي چې د حيرتان بندر په اړه د معلوماتو يوه غټه دوسيه ښيي چې کومې کړۍ هره مياشت د ملت څومره امکانات حیف و میل کوي.

صالح دغه څرګندونې د شپږ نیمو په راپور کې کړې، چې نن (د لېندۍ ۴ مه) یې پر خپله فیسبوک پاڼه خپرې کړې دي.

د ولسمشر لومړي مرستیال له تېرې میاشتې راهیسې د کابل امنیتي مسوولیت پر غاړه اخیستی او هر سهار شپږنیمې بجې امنیتي ناسته ترسره کوي.

امرالله صالح داسې مهال د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند د اجرائیه رییس او د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور په اړه خبرې کړې دي چې دوه ورځې وړاندې نور په یوه ځانګړې مرکه کې د امرالله صالح پر فعالیتونو او امنیتي ميثاق سختې نیوکې کړې وې.

هغه ویلي و چې د امرالله صالح موقف ته درناوی لري؛ خو له فعالیتونو یې خوښ نه دی، کوچني کارونه کوي، ځان یې په حوزه او ناحیه پورې محدود کړی او د ​​دولتي ادارو په دندو کې لاسوهنه کوي.

عطا محمد نور دغه راز د امنیتي ميثاق پر پروګرام هم نیوکه کړې وه او ویلي یې و چې دغه پروګرام ورته څرګند نه دی، ​​په اړه یې هېڅ معلومات نه لري، د دې پروګرام له خوا یې په ولایتونو کې د خپل (زرغون بهیر) ګوند کسان ګومارلي دي.

هغه همدا ازار ادعا کړې چې امرالله صالح، په بهانو او دوسیو له خلکو باج اخلي، جهادي قوماندانان او نفوذ لرونکي خلک ضعیف او بې وسلې کوي.

د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح د بلخ د پخواني والي د نیوکې په ځواب کې ویلي، چې امنیتي میثاق پټ سند نه دی.

هغه زیاته کړې: «د بلخ ولایت له مقام څخه به وغواړو چې هغه ټول د دولتي او نادولتي ادارو په واک کې ورکړي. د میثاق د فهرست ضمیمې کسان داسې خلک دي چې د عامه نظم خلاف په بېلابېلو فعالیتونو لکه باج اخیستلو، زور زیاتي او ځمکې غصب کې لاس لري. هغه نوملړ به هم خپروو څو خلک نظر ورکړي چې کوم ځای یې ناسم دی.»

صالح ویلي چې له حیرتان بندره د موريانې صفته مامورینو پاکول چې له کلونو راهیسې یې د هېواد مالي نظام کمزوری او ویجاړ کړی، هم په کار کې شامل دي.

نوموړي عطاء محمد نور ته په خطاب کې ویلي: «البته، ښایي تاسو خبر شوي وئ چې موږ پر حیرتان یوه لویه معلوماتي دوسیه لرو چې ښيي کومې کړۍ هره مياشت د ملت څومره امکانات حیف و میل کوي. هرکله مو چې غوښتل هغه لویه دوسیه به هم ستاسو په واک کې درکړل شي څو تاسو ته معلومه شي چې پوهېږو.»

هغه زیاته کړې چې په هر حال د بلخ امنیتي میثاق له ښاري ماسټر پلان سره ورته والی لري او یو ژوندی سند دی چې هره ورځ باید بدل او تعدیل شي، د چارواکو له جدیت او هڅو سره تړاو لري.

امرالله صالح لیکلي چې ورځنۍ څارنه یې له پرونه پیل شوه. دغه سند دا وړتیا ورکوي چې د حکومتولۍ بحث په ورځني او دوامدار ډول، د خلکو لپاره د لېدو قابلیت ولري.

نوموړي ویلي: «په همدې مهال زما لپاره معما ده چې مجاهدین کرام ولې باید د باج اخیستو او غصب د کنټرول مخه ونیسي؟ دا څه معنا؟ که د دغو مجاهدینو نوملړ د خلکو د ځورولو پلویان لرئ، ماته یې واستوئ چې ویې څېړو ستونزه یې څه ده.

د ولسمشر لومړي مرستیال په دې اړه چې په ولایتونو کې د زرغون بهیر کسان ځای پر ځای شوي، ویلي چې دغه سازمان، د بلخ د امنیتي میثاق په لیکلو کې رول نه درلود. د بد مرغۍ ځای دی، هغه خلک چې ورسره دي، د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه دي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.