Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
بغلان کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولین وایي، دغه ولایت کې یې لسګونو ثبت شوو مستحقو سوالګرو ته د بانکي حسابونو جوړولو لړۍ پیل کړې ده.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وايي، سر له ننه یې د دغه ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د هټیو او سوداګریزو مارکېټونو پر لیکدړو (لوحو) په بهرنیو ژبو د لیکل شوو کلیمو د اصلاح کولو لړۍ پیل کړې ده.
د بغلان د ترافیکو مدیریت مسوولین وايي چې د دغه ولایت په خنجان ولسوالۍ کې د یوه ۵۸۰ بس موټر چپه کېدو له امله ۱۷ کسان مړه او شاوخوا ۳۵ نور ټپیان شوي دي.
د بغلان امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې یو کس په ډزو وژل شوی دی.
د بغلان امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مرکز پلخمري ښار او ډنډغوري ولسوالۍ کې د دوو ترافیکي پېښو له امله اوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د بغلان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي، په دغه ولایت کې یې د موټرو پر ښیښو د لیکل شوو نامناسبو پیغامونو او لګول شوو انځورونو د پاکولو کمپاین پيل کړی دی.
د بغلان د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولین وايي، دغه ولایت کې د لسګونو پهلوانانو ترمنځ د غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې.
د بغلان ولایتي روغتون مسوولین وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې ولایتي روغتون ته د شري پر ناروغۍ اخته ۴۷۳ ماشومان وروړل شوي چې له ډلې یې دوه ماشومان مړه شوي هم دي.
د بغلان د استخباراتو ریاست وايي چې د دغه ولایت په نهرین ولسوالۍ کې یې دوه مهم وسلهوال وژلي دي.
د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د فرهنګي ماښام ترعنوان لاندې مشاعره وشوه.
د بغلان د ترافیکو مدیریت وایي، د دغه ولایت په خوست ولسوالي کې د ترافیکي پېښې له امله څلور کسان مړه او څلور نور ټپيان شوي دي.
د کابل – شمال لویې لارې مسافر او موټرچلوونکي شکایت کوي چې د بغلان د دوشي ولسوالۍ په مربوطاتو کې د سېلابونو له امله د سړک ډېرې برخې خرابې شوې چې دوی یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن