پلخمري (پژواک، ۱۰ زمری ۱۴۰۳): بغلان کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولین وایي، دغه ولایت کې یې لسګونو ثبت شوو مستحقو سوالګرو ته د بانکي حسابونو جوړولو لړۍ پیل کړې ده.
بغلان ولایت کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې طبیعي پېښو ته د رسېدو څانګې مدیر صدرالدین هوتک پژواک خبري اژانس ته وویل، د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم پر اساس یې په دغه ولایت کې مستحق سوالګر راټول او ثبت کړي چې له دې وروسته به ورته په میاشتنۍ توګه پنځه زره افغانۍ د بانکي حسابونو له لارې ورکول کېږي.
هغه وویل، یاد ولایت کې یې ۸۰ سوالګر چې لس یې نارینه او ۷۰ یې ښځينه دي، ثبت کړي او نن رسماً ورته د بانکي حسابونو جوړولو لړۍ پیل شوه.
دغه راز، هغه کسان چې له دې مخکې به یې په پلخمري ښار کې له خلکو په سوال د مرستې غوښتنه کوله، خوښ دي او غوښتنه کوي چې د مرستې ترڅنګ دې ورته د کار زمینه هم برابره شي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن