Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار په مرکزي جمنازیوم کې د سوېل لوېدیځ زون په کچه د پنځو ولایتونو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې چې پنځه ورځې به دوام وکړي.
د لښکرګاه ښاروالۍ مسوولین وایي، روان کال یې تر اوسه ۷۳ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي چې ۴۶ میلیونه یې بېرته د ښار ځينو برخو کې پر رغنیزو پروژو لګولي دي.
تېره ورځ د هلمند د بدنې روزنې او ورزش امریت له لوري منتخبې لوبډلې ته د لوبغاړو غوراوي په موخه د دوولس ولسوالیو د سل پهلوانانو ترمنځ د غېږنیونې سیالۍ وشوې.
د هلمند د یو شمېر ولسوالیو اوسېدونکي وایي، په سیمو کې یې د کانالونو نشتوالي له امله ډېره اندازه کرنیزه ځمکه له کښته پاتې ده او هغه کانالونه چې څو لسیزې مخکې جوړ شوي دي، بیارغونې او پاککارۍ ته اړتیا لري.
په کونړ او هلمند ولایتونو کې د شاوخوا ۲۷ میلیون افغانیو په لګښت دوو ښوونځیو ته د ودانیو جوړولو چارې پيل شوې.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت یو پلاوی هلمند ته تللی څو هلته له کروندګرو څخه اضافه شوي غنم وپېرې.
د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې د څه باندې ۴۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د «خاري» کانال رغولو او هلمند سیند پر غاړه د ۹۰۰ متره دیوال د جوړېدو چارې پیل شوې.
د هلمند د پوهنې ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې د څه باندې ۴۲ میلیونه افغانیو په لګښت څلورو ښوونځیو ته د ودانیو جوړېدو چارې پیل شوې.
هلمند کې سیمهییزې سرچينې وایي چې د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه کې د کرکټ د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د انټرکلب ۵۰ اووریزې ګروپي سیالۍ پیل شوې.
د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د ۳۹ میلیون افغانیو په لګښت د سړک جوړولو درېیو پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
سېمهییز چارواکي وایي، د هلمند په باغران ولسوالۍ کې له څه باندې دوو زرو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
هلمند کې د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت د مرکز لښکرګاه ښار د «امام احمد ابن حبان بستي» روزنتون کې د سلو نجونو په ګډون درې سوه بېسرپرسته او یتیمو ماشومانو ته د زدهکړو زمینه برابره شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP