د جوزجان سیمهییزې سرچینې د دغه ولایت په مریادن ولسوالۍ کې د یوه روغتیايي کلینیک له جوړېدو خبر ورکوي؛ بلخوا، د دې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي چې مخکې یې د معیاري روغتیايي مرکز نشتون له امله خپل ناروغان د دغه ولایت مرکز ته لېږدول.
د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې د لاسي توکو یو شمېر ښځینه پلورونکې د خپلو توکو پلورلو لپاره د مناسب ځای له نشتوالي شکایت کوي، خو د شبرغان ښاروالي وايي، هڅه کوي څو دغو ښځو ته مناسب او وړیا ځای پیدا کړي.
د بامیان ولایت اوسېدونکی ۲۵ کلن مهدي چې له خپل واده دوه میاشتې وروسته د ولور لپاره قرض کړو پیسو پیدا کولو په موخه ایران ته تللی وايي، له دې امله چې دی مسافر دی، مېرمن یې د طلاق غوښتنه کړې ده.
مسوولین وايي چې یو کس په کندهار کې او یو ماشوم په جوزجان کې د انسانتښتوونکو له منګولو وژغول شول او په تړاو یې درې کسان نیول شوي دي.
د جوزجان امنیه قومانداني وايي چې نامعلومو وسلهوالو د دغه ولایت په مردان ولسوالۍ کې یو سړی وژلی دی.
جوزجان کې د لیلامي جامو پلورونکي وايي، د ژمي موسم په رارسېدو سره یې کاروبار ښه شوی دی.
د جوزجان د خماب او خواجه دوکوه یو شمېر اوسېدونکي په دغو ولسوالیو کې د مخابراتي خدمتونو د کیفیت له ټیټوالي شکایت کوي او دې برخه کې د مسوولینو پاملرنه غواړي.
جوزجان کې چې هغه ښځه د غالۍاوبدلو او خیاطۍ کارګاه په جوړولو سره یې ۱۰۰ ښځو او نجونو ته د کار زمینه برابره کړې، وايي، که ملاتړ یې وشي سلګونو نورو ښځو ته به هم د کار زمینه برابره کړي.
د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې د دوو کورنیو ترمنځ اته کلنه دښمني د قومي مشرانو، دیني علمانو او سیمهییزو مسوولینو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.
د فاریاب، زابل ، اروزګان او جوزجان ولایتونو بېلابېلو ترافیکي پېښو کې شپږ تنه مړه او ۱۵ نور ژوبل شوي دي.
د جوزجان د ښځو د سوداګرۍ او صنایع خونه دغه ولایت کې کوچنیو او لویو سوداګریو ته د ښځو د لېوالتیا له ډېرېدو خبر ورکوي، وايي چې اوسمهال د سوداګریزو جوازونو اخیستو لپاره د پخوا په نسبت ډېرې ښځې مراجعه کوي.
د جوزجان د ارشاد، حج او اوقافو ریاست د دغه ولایت د مرکز شبرغان ښار په مربوطاتو کې د ۹ میلیون او ۵۰ زره افغانیو په لګښت د یوه جومات د جوړولو چارو د پیل خبر ورکوي.