Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
یو شمېر نجونې او ښځې په داسې حال کې د ځینو دلایلو له امله د ټیټانوس ناروغۍ واکسین نه کوي چې ډاکټران د دغه واکسین پر تطبیق ټینګار کوي او وايي، دغه ناروغي په ځینو مواردو کې د شخص د مړینې لامل کېدای شي.
یو شمېر حجامهکوونکي وايي چې د حجامې په کولو ځینې ناروغۍ درملنه کېږي، له بلې خوا، ډاکټران وایي، که حجامه د مسلکي کسانو له خوا وشي، د ځینو ناروغیو په ښه کېدو کې مرسته کوي، له دې پرته ښايي ځيني خطرونه ولري.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د اذربایجان د اقتصاد وزارت له مرستیال سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.
د کرنې وزارت سرپرست په کابل کې د جاپان له سفیر سره په لیدنه کې افغانستان سره د کرنې برخه کې د دغه هېواد د مرستو د دوام غوښتنه وکړه او ویلي یې دي چې مرستې به په شفاف ډول مصرف شي.
د ټولنیزو شبکو یو شمېر کاروونکي او د طبي بوټو پلورونکي وایي چې له طبي بوټو استفاده کولای شي چې د رحم او تخمدان کیسټونه له منځه یوسي، خو ډاکټران وایي که څه هم طبي بوټي ځينو ناروغیو ته ګټور دي، خو نه شي کولای کیسټونه له منځه یوسي.
د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، د هېواد په سړو سیمو کې د لومړنیو ښوونځیو کلنۍ ازموینې د روانې لړم میاشتې په ۲۶مه او د منځنیو او لېسو ازموینې د راروانې لېندۍ میاشتې په لومړۍ نېټه پیلېږي.
د جوګیانو قوم د ستونزو او اړتیاوو په اړه د پژواک خبري اژانس د راپور له خپرېدو وروسته د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي چې د ا.ا د مشرتابه د فرمان له مخې په هېواد کې ټول جوګیان او جټان ثبتیږي.
د ملګرو ملتونو سازمان د وګړو صندوق حوزوي رییس د عامې روغتیا وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي چې له افغانستان سره د روغتیا برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.
په چین کې د بېوزلۍ کمولو او د کرنې ودې په نړۍوال کنفرانس کې د هېواد د کرنې وزارت مرستیال په افغانستان کې د کرنې برخه کې د پانګونې غوښتنه کړې او ویلي دي: «که نړۍ غواړي بېوزلي کمه کړي، غوره ده چې له افغانستانه یې پیل کړي.»
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، نهه افغانان چې په پاکستان کې د قانوني اسنادو نه درلودو له امله بندیان شوي وو، خوشي او هېواد ته راستانه شول.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي چې تېره میاشت یې په ټول هېواد کې نږدې ۱۴۵ زره کسانو ته برېښنایي پېژندپاڼې وېشلې دي.
افغاني سرې میاشتې ټولنې ویلي، کابل ښار کې د سترګو د ناروغانو وړیا درملنه سبا پیلېږي او یوولس ورځې به دوام وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP