Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د ګوش او ګلو ناروغیو جراحي برخې یو پروفیسور وایي، د هغو کسانو چې د وجود مقاوت یې لږ دی او یا د حساسیت ستونزه لري، ډېر یې په رېزش او زکام اخته کېږي او دا د دې لامل کېږي چې بالاخره سینوزیت شي.
په سرطان اخته یو شمېر کسان له حکومته غواړي چې دوی ته دې په هېواد کې دننه د درملنې زمینه برابره کړي څو د لوړو لګښتونو په ورکولو بهر ته د تلو لپاره مجبور نه شي.
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان قونسلګري وايي، د ماشومانو په ګډون ۵۸ افغان کډوال د دغه هېواد د سند ایالت له زندانونو ازاد او خپل هېواد ته ولېږدول شول.
د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر وزارت وایي، ځينې ښځې چې په اسلامي ټولنه کې یې بېحجابي خپروله د ښځينهوو پولیسو له خوا نیول شوې دي.
د کابل ځیني اوسېدونکي د ژمي په را رسېدو سره د سونتوکو له لوړو بیو شکایت کوي، وایي چې د اقتصادي ستونزو له امله د هغو د پېرلو توان نه لري او حکومت باید دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رییس د انتقالاتو کچې ډېرېدو او دوه اړخیزو همکاریو پراختیا په موخه د ترکمنستان پلازمېنې عشقاباد ته سفر وکړ.
د افغاني سره میاشتې ټولنه په راتلونکي ژمي کې د طبیعي او غیرطبیعي پېښو له امله له زیانمنو شوو سره د لازمو مرستو له چمتوالي خبر ورکوي او وايي، د هرات زلزلهځپلو او له پاکستانه په زور ایستل شوو هېوادوالو ته یې هم لازمې مرستې وېشلې دي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې څه باندې ۵ زره افغان کډوال له پاکستانه او څه باندې ۳ زره نور له ایرانه هېواد ته راستانه شول.
پوهنې وزارت وايي چې په هېواد کې د سړو سیمو ښوونځیو لومړنۍ دورې کلنۍ ازموینې د لړم په ۲۵مه او د منځنۍ او لېسو دورو ازموینې د لېندۍ په لومړۍ نېټه پیلېږي.
د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت له تورخم او سپینبولدکه خپلو اړوندو ولایتونو ته د څه باندې څلور زره کډوالو له لېږدولو خبر ورکوي.
د ژمي په رانږدې کېدو سره د کابل ځیني ښاریان له اقتصادي ستونزو او د سون توکو له لوړو بیو شکایت لري او وايي چې د پېرلو وس یې نه لري؛ بل پلو، د لرګیو او ډبرو سکرو یو شمېر پلورونکي هم څرګندوي چې د تېر کال د همدغه وخت په پرتله یې پلور کم دی.
د مخکني حکومت د پخلاینې شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله له پاکستانه د افغان کډوالو په جبر اېستلو اندېښنه ښودلې او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتي چې هغوی ته د مرستو رسولو په برخه کې بېړني اقدامات وکړي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن