ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پاکستان له زندانونو ۲۱ افغان کډوال ازاد شول

د پاکستان له زندانونو ۲۱ افغان کډوال ازاد شول

author avatar
25 May 2024 - 15:37
د پاکستان له زندانونو ۲۱ افغان کډوال ازاد شول
author avatar
25 May 2024 - 15:37

کابل (پژواک، ۵ غبرګولی ۱۴۰۲): د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، ۲۱ افغانان کډوال چې د قانوني اسنادو نه درلودلو له امله په پاکستان کې بندیان وو، ازاد او بېرته هېواد ته راستانه شول.

دغه وزارت نن (شنبې، د غبرګولي ۵مه) پر اېکس‌پاڼه لیکلي، یاد کسان چې له ۲۱ تر ۷۱ ورځو د پاکستان د کراچۍ ښار په زندانونو کې بندیان وو، په دې وروستیو کې خوشي او هېواد ته راستانه شوي دي.

کډوالو چارو وزارت لیکلي: «د ننګرهار ولایت د تورخم د سرحدي امریت د معلوماتو له مخې، دغه کسان د قانوني اسنادو نه درلودلو له امله بندیان شوي وو.»

د سرچینې په وینا، خوشي شوي افغان کډوال د تورخم دروازې له لارې هېواد ته راستانه شوي او د تورخم کې له سرحدي امریت سره ‎تر ثبتېدو وروسته د مرستې ترلاسه کولو لپاره د کډوالۍ نړۍوال سازمان ته ورپېژندل شوي دي.

Views: 11

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.