Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مولوي جلالي: د روغتیا برخې مرسته‌‌کوونکي دې روڼتیا ته پاملرنه وکړي

کابل (پژواک، ۱۰ غویی ۱۴۰۴): د عامې روغتیا وزارت سرپرست وايي، دوو نړۍوالو مرسته‌رسوونکو بنسټونو له افغانستان سره د تاریخ‌تېر او بې‌کیفیته سوپرسیریل او درملو مرسته کړې، هغه له یادو بنسټونو غواړي چې خپلې مرستې له دغه وزارت سره په همغږي او شفاف ډول وکړي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست مولوي نورجلال جلالي نن (چهارشنبه، د غويي ۱۰مه) کابل کې په یوه خبري ناسته کې وویل، د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) د «سوپر سیریل» په نوم شاوخوا شپږ زره او ۷۵۰ ټنه د خوراکي توکي افغانستان ته وارد کړي چې د کیفیت معیارونو ته په کې پاملرنه نه ده شوې او د استفادې وړ نه دي.

د جلالي په خبره، سوپرسیریل د بېلابېلو غله‌دانو یو ترکیب دی چې د مېندو او ماشومانو تغذیې لپاره وارد شوي وو.

هغه دغه‌راز زیاته کړه، د یاد پروګرام ۵۵ مټریک ټنه پریمیکس – هغه مواد چې د اړوړ په غني کولو کې ترې ګټه اخیستل کېږي ـ د اړتیا ظرفیت ته یې پاملرنه نه ده شوې او هېواد ته یې وارد کړي چې په پایله کې یې تاریخ تېر شوی او فاسد شوي دي.

هغه زیاته کړه، د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (UNDP) هم د توبرکلوز د تشخیص ۶۵۰ کېټونه وارد کړي چې اسناد یې له واقعي توکو سره مطابقت نه‌لري او د ځینو تاریخ هم تېر دی.

نوموړي وویل چې یاد بنسټ دغه ستونزه منلې ده.

نوموړي زیاته کړه: «تاسو سره د دې موضوع د شریکولو موخه داده چې هغه هېوادونه چې د موسسو له لارې او یا هم نړۍوال سازمانونه د افغانانو په نوم مرسته کوي، باید د مرستو سالمه مدیریت او اغېز ته یې پاملرنه ولري او هغه مرستې چې په افغانستان کې مصرفېږي، باید په شفاف ډول مصرف شي او اغېزې یې هم ښکاره وي، دغه‌راز باید یادې مرستې د ټولنې اړتیاوو او د روغتیا سکټور لومړیتوبونو ته په کتو وي.»

هغه وویل: «له یوې خوا دا ډول کړنې د بشري مرستو په وېش کې د ځنډ لامل ګرځي او بلې خوا د داسې معتبرو ادارو له لوري د خریدارۍ په وخت کې د خوړو د خوندیتوب د معیارونو په نظر کې نه نیول د دې لامل کېږي چې افغانستان ته د بشري مرستو په نوم د بې‌کیفیته خوراکي توکو راواردول زموږ د هېوادوالو د ناروغیو او حتی د مرګ لامل شي.»

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست ټینګار وکړ چې مرسته‌کوونکي هېوادونه او مرسته‌رسوونکي بنسټونه باید د بشري مرستو پروسه کې د روڼتیا او ځواب‌ویلو اصولو ته جدي پاملرنه ولري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.