Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
یو شمېر افغان کډوال چې په زور له ایرانه ایستل شوي، د هغه هېواد د پولیسو له ځورونې شکایت کوي او له اسلامي امارته غواړي چې له ډیپلوماتیکې لارې ایران کې د افغان کډوالو د ځورول کېدو مخینوی وکړي.
نیمروز کې د لومړي ځل لپاره د یوې ښځې له لوري د نجونو لپاره ځانګړی ښوونیز مرکز جوړ شوی چې دمګړۍ لسګونه نجونې په کې زدهکړې کوي.
نیمروز کې یوې ښځه چې په بېساري نوښت سره یې د دوه زره افغانیو په پانګونې د نانځکو یوه کارګاه جوړه کړې، وايي، که ملاتړ یې وشي، وبه کولای شي د خپلو تولیداتو کچه لوړه او نورو ښځو ته هم د کار زمینه برابره کړي.
د نیمروز ځيني اوسېدونکي په ځانګړي ډول ځوانان له بېکارۍ شکایت لري او په دغه ولایت کې د تولیدي فابریکو جوړولو غوښتنه کوي.
زرنج (پژواک، ۱۶ زمری ۱۴۰۲): د نیمروز یو شمېر اوسېدونکي شکایت لري چې په دغه ولایت کې د ایران د ویزې بیه د نورو ګاونډیو
د افغانستان سټنډرډ ملي اداره وايي، له ایرانه وارد شوي ۱۳ ټانکره بېکیفیته تېل یې د فراه ولایت له «۷۸ میل» بندره بېرته دغه هېواد ته مسترد کړي دي.
یوې ښځې په نیمروز ولایت کې د خیاطي یوې کارګاه په جوړولو سره لسګونو نجونو ته – چې ډېری یې له شپږم ټولګي پورته زدهکونکې وې- د دې حرفې د زدهکړې زمینه برابره کړې ده.
نیمروز کې د تېلوټانکونو ځيني مالکان وایي، دغه ولایت کې د سړکونو غاړو تېلپلورونکو د دوی کاروبار زیانمن کړی او د خپلو تېلو پمپونو تړلو ته اړ شوي دي.
د نیمروز یو شمېر اوسېدونکي او موټرچلوونکي وايي، د چټک بادونو لګېدو له امله د زرنج – دلارام پر لویه لار د رېګونو غونډېدو د موټرو او مسافرو تګراتګ له ستونزو سره مخ کړی دی.
نیمروز کې ځیني اوسېدونکي او موټرچلوونکي په داسې حال کې د بېکیفیته تېلو له شتونه شکایت لري چې مسوولین وایي، د روان کال په تېره غبرګولي میاشت کې یې نږدې ۱۲۵ زره لېتره بېکیفیته تیل بېرته ایران هېواد ته ګرځولي دي.
د نیمروز یو شمېر اوسېدونکي له وچکالۍ او د اوبو له جدي کموالي شکایت کوي او وايي، ایران داسې مهال د حقابې دعوه لري چې د دغه ولایت ځیني خلک د وچکالۍ له امله د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوي دي.
د مخکیني حکومت له پرځېدو وروسته بېوزلو خلکو ته د بشري مرستو وېش پروګرام پیلېدل د دې ترڅنګ چې له لوږې د بېوزلو کورنیو د ژغورلو لامل شوی، د نیمروز ځايي سرچینو په وینا، ورسره زرګونو کسانو ته د لنډمهاله کار زمینه هم برابره شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP