ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نیمروز کې یوې ښځې د دوه زره افغانیو پانګونې سره نانځکو جوړولو یوه کارګاه جوړه کړې

نیمروز کې یوې ښځې د دوه زره افغانیو پانګونې سره نانځکو جوړولو یوه کارګاه جوړه کړې

author avatar
4 Sep 2023 - 16:56
نیمروز کې یوې ښځې د دوه زره افغانیو پانګونې سره نانځکو جوړولو یوه کارګاه جوړه کړې
author avatar
4 Sep 2023 - 16:56

زرنج (پژواک، ۱۳ وږی ۱۴۰۲): نیمروز کې یوې ښځه چې په بې‌ساري نوښت سره یې د دوه زره افغانیو په پانګونې د نانځکو یوه کارګاه جوړه کړې، وايي، که ملاتړ یې وشي، وبه کولای شي د خپلو تولیداتو کچه لوړه او نورو ښځو ته هم د کار زمینه برابره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو دوو کلونو راهیسې په هېواد کې د پانګوالو ښځو کچه مخ پر زیاتېدو ده او ښځو په بېلابېلو برخو کې تولیدي او سوداګریز فعالیتونه پیل کړي، خو دا لومړی ځل دی چې یوه ښځه په ډېره کمه پانګه پر دې توانېدلې چې داسې تولیدي کارګاه جوړه کړي چې په هېواد کې یې شتون نه درلود.

د زرنج ښار اوسېدونکې او د دې کارګاه بنسټګره ملالۍ زوري پژواک خبري اژانس ته وویل: «یو کال مخکې مې د شپږ کسیز ګروپ په هم‌کارۍ په ۲ زره افغانیو له کوره د نانځکو جوړولو کار پیل کړ او تر اوسه خپل محصولات په انلاین بڼه پلورو.»

هغې زیاته کړه چې د یوه کال په تېرېدو سره اوس توانېدلې چې ۱۰۰زره افغانیو په پانګې «د سیستان جواهر» په نوم د نانځکو تولیدي کارګاه جوړه کړي.

هغې وویل چې نقشه جوړول او ډیزاین یې ایران کې زده کړي، پنځه کاله یې هغه هېواد کې د جامو جوړولو په یوه کارخونه کې کار وکړ او هېواد ته له راستنېدو وروسته یې ۱۲ کاله په نیمروز کې په خپل کور کې کالي جوړول، پلورل او پېرل یې.

نوموړې زیاته کړه: «د یادې کارګاه له جوړولو مې موخه دا ده څو ټولو ته وښيم چې ښځې هم نوښتګرې دي او هر کار کولای شي؛ بله موخه مې هغوی ته د کار زمینې برابرول دي چې بېکاره دي او وروستۍ موخه مې دا ده چې غواړم په هېواد کې نانځکې تولید کړم او له وارداتو یې مخنیوی وشي.»

د زوري په وینا، دغه نوې جوړه شوې کارګاه د شپږو کسانو له لوري چې یو بازار موندونکی او پاتې نورې یې نجونې چې ډیزاینرانې او خیاطانې دي، مدیریت کېږي.

هغه وایي: «په یاده کارخونه کې هره ورځ په اوسط ډول له ۴۰ څخه تر ۵۰ نانځکې جوړېږي او د پلورنځیو د وړاندیزونو له مخې مو ځیني وخت د ۱۰۰ نانځکو سفارش هم درلودی چې دوو ورځو کې مو چمتو کړي دي.»

هغه د زده‌کوونکو جذب او سټنډرډ ماشینونو اخیستو لپاره د کافي بودجې نشتوالی، د ځای کموالی او د برېښنا د لوړ لګښت د خپل کار پر وړاندې اساسي ننګونې ګڼي.

سرچینه وایي: «زموږ د یوې دورې بل له ۵ څخه تر ۱۰ زره افغانیو پورې وي چې زموږ د محصول د بیې د لوړېدو لامل کېږي.»

نوموړې په داسې حال کې چې د یادې کارخونې ګټه ناثابته بولي، زیاته یې کړه: «که ډېر پېرېدونکي ولرو، نو زموږ د هغې میاشته ګټه له ۱۰ څخه تر ۱۵ زرو افغانیو پورې وي، دا کار د دوکاندارۍ په څېر دی، خو د خدای شکر دی کار مو چټک پر مخ روان دی، له سخت اقتصادي وضعیت سره بیا هم موږ د بازار موندنې له لارې غوره خرڅلاو درلود.»

زوري وایي، په یاده کارګاه کې د نانځکو تر څنګ د پېرېدونکو فرمایش ته په کتو سرتختي او د ماشومانو جامې هم ګنډي.

هغه وایي، که ملاتړ یې وشي، وبه توانیږي چې خپل کار ته وده ورکړي؛ ډېرې مېرمنې جذب او د تولیداتو کچه لوړه کړي څو خپل تولیدات د هېواد نورو ولایتونو ته هم ولېږي.

هغه زیاته کړه: «لویه موخه مې دا ده چې له بهرنیو هېوادونو د نانځکو د واردېدو مخه ونیسم، ماشومانو ته خپل وطن کې نانځکې جوړې کړم، کومه پانګه چې ایران او چین ته ځي، زموږ خپل هېواد کې د نانځکو اخیستو لپاره مصرف شي، که سوداګر په خارج کې د پانګونې پر ځای موږ ته سفارش راکړي، نو د سوداګر په ملاتړ کولای شم د هېواد ټولې د اړتیا وړ نانځکې هېواد کې تولید کړم.»

مولا قنبري چې د دې کارګاه د خامو موادو پېرلو او د بازارموندنې مسوولیت پر غاړه لري، وایي: «زوري میرمنه توانېدلې د یادې کارګاه په جوړولو سره زما په ګډون څو نورو ښځو ته هم د کار زمینه برابر کړې او د نانځکو جوړول یو نوی نوښت هم دی.»

نوموړی هم د یادې کارخونې د ملاتړ غوښتنه کوي څو د کار لا ډېره زمینه برابره شي.

د «فروشګاه بزرگ زنجیره‌یی ګلشن» مالک مولوي طلحه چې د یادې کارګاه یو پېریدونکی دی، پژواک ته یې وویل، د دې کارګاه محصولات د کیفیت له اړخه مخ پر ښه کېدو دي او بهرني محصولاتو ته نږدې دي، په راتلونکي کې کولای شي بازار ته لا ښه محصولات وړاندې کړي.

هغه زیاتوي: «که څه هم په عموم ډول د نانځکو تولیدات کم شوي، خو سره له دې د وطني محصولاتو پلورل له بهرنیو محصولاتو سره برابر شوي، ځکه خلک یې په مناسبه بیه اخلي.»

هغه دغه‌راز وویل، ګلشن پلورنځي په تېره یوه میاشت کې د څه باندې ۱۵۰۰۰ افغانیو په ارزښت له یادې کارګاه نانځکې اخیستې دي.

د هغه په وینا، که د دې تولیدي کارګاه ملاتړ وشي، کولای شي د خپلو تولیداتو کیفیت لا ښه کړي.

ورته مهال، د نیمروز سوداګرۍ او پانګونې خونې مدیر نجیب‌الله خاشرودي وویل، په دوو وروستیو کلونو کې په دغه ولایت کې ښځو په خپلو نوښتونو او خلاقیتونو لویې او کوچنۍ سوداګرۍ رامنځته کړې چې د نانځکو جوړولو تولیدي کارګاه یوه له هغو ده.

هغه زیاته کړه: «د نانځکو جوړولو کار په افغانستان کې یو بې بدیل کارافریني ده او له نیکه مرغه نیمروزي میرمنې په بېلابېلو بڼو هڅه کوي څو د هېواد د اقتصاد په وده کې برخه واخلي.»

نوموړي زیاته کړه: «په وروستیو کې یو ډونر نیمروز ته راغلی، زموږ او د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوري دغه کارګاه ورپېژندل شوې چې د یاد ډونر له لوري به ملاتړ ترې وشي.»

هغه په ټینګار وایي د نیمروز د سوداګرۍ خونه لېوالتیا لري چې د سوداګرو ښځو په ملاتړ سره د هغوی سوداګرۍ نورو ولایتونو ته هم وغځوي.

Visits: 166

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.