Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د رییسالوزراء اقتصادي مرستیال له کمال خان بنده د بیالیدنې پر مهال له خلکو سره ژمنه وکړه چې د دغه بند د کانال غځونې چارې په عملي توګه په خپله څاري او هڅه کوي چې کار یې ژر تر ژره بشپړ شي.
د نیمروز اوسېدونکي په داسې حال کې د تېرو دوو میاشتو په پرتله د چرګ غوښې د بیې له ۲۰ سلنه لوړېدو شکایت کوي چې مسوولین په بازارونو کې د بیو د کنټرول لپاره د یوې کمیټې د جوړېدو خبر ورکوي.
په نیمروز ولایت کې کروندګر په داسې حال کې د روان کال د وچکالۍ او اوبو نشتوالي له امله د خپلو کښتونو له زیانمنېدو شکایت لري چې د اوبو رسونې ادارې مسوولین وايي، له کمال خان بنده د کانالونو غځولو پروژې په بشپړېدو سره به دغه ستونزه هواره شي.
زرنج (پژواک، ۲۴ تله ۱۴۰۱): په نیمروز کې یوه ډله ښځې وایي، له پرلیکه بازارموندنې څخه په استفادې سلګونو نورو ښځو ته د پایدار او
د نيمروز ځايي سرچينې پر ٢٠٠ سوالګرو د نغدي مرستو د وېش خبر ورکوي او وايي چې هر يوه سوالګر ته به د میاشتې ۵۰۰۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وېشل کېږي.
د زرنج ښار اهنګران چې د ژوند لسیزې یې په دغه کار کې تېرې کړې او له دې لارې حلاله روزي ترلاسه کوي، د خپل کاروبار له کمرنګه کېدو شکایت لري او له سرپرست حکومته د ملاتړ غوښتنه کوي.
په نیمروز ولایت کې امنیتي مسوولین وایي، د یوه موټر چپه کېدو له امله درې کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.
نیمروزۍ شاعرې شاهګل ګلزاده چې د مدني فعالیتونو له لارې یې سلګونو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې، په یوه پیغام کې د هېواد له ښځو غواړي چې د اسلامي حجاب په مراعتولو سره دې، د نارینهوو ترڅنګ د هېواد په بیارغونه کې ونډه واخلي.
زرنج (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۱): په نيمروز کې سيمهييزې سرچينې وايي، د سوداګرو د ستونزو هواري په موخه دې د افغانستان او ايران پولې ترمنځ
زرنج (پژواک، ۱۷وږی ۱۴۰۱): په نيمروز کې د ترانزيټي موټرو يو شمېر چلوونکي ادعا کوي چې له هېواد څخه ايران او له هغه ځایه افغانستان
مسوولین وايي، په لوګر کې له ۵۳۰۰ بېوزلو کورنيو سره د نغدو پيسو او خوراکي توکو مرسته وشوه او په نیمروز ولایت کې بیا پر ۱۹۰۰ بېوزلو کورنيو د خوراکي توکو د مرستې وېش پيل شو.
د نیمروز مرکز زرنج ښار ځیني اوسېدونکي ادعا کوي چې د تېرو دورو په پرتله یې د اوسنۍ دورې د برېښنا بېلونو لګښت کې درې برابره زیات راغلی، خو مسوولین وايي چې په ګرمو او سړو موسمونو کې د برېښنا مصرف ډېرېږي چې ورسره په بیلونو کې یې هم لوړوالی راځي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن