Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
بلخ کې د یوګا يو شمېر ورزشکارنې وایي چې په هېواد له سياسي تحول وروسته بېبرخليکه دي او له حکومته غواړي د فعاليت اجازه ورکړي.
د بلخ ډاکټران تلسیمیا یوه ارثي ناروغي بولي او وايي، په هېواد دننه يې بشپړه درملنه ناشونې ده، خو ناروغان بيا وایي چې حکومت دې ورته په بهر کې د درملنې زمینه برابره کړي.
د بلخ په مرکز مزارشریف کې لسګونو معلولینو د نړۍوالو مرستندویه ټولنو د مرستو غیرعادلانه وېش په غبرګون کې د یوناما دفتر مخې ته اعتراضيه غونډه وکړه.
د بلخ د چمتال او چهابولک ولسوالیو ترمنځ پر یوه سیند د ۸٫۵ میلیون افغانیو په لګښت یو پل جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
په بلخ ولايت کې يو شمېر معلولې نجونې وايي چې حکومت دې له شپږم ټولګي پورته د دوی ځانګړی ښوونځی بېرته پرانيزي.
د بلخ لیکوالان او شاعران وایي، په دغه ولایت کې ادبي ناستې او هڅې کمرنګه شوې او له حکومته غواړي چې دې برخې ته پاملرنه ډېره کړي.
د بلخ امنیتي مسوولین وایي، په دغه ولایت کې یې له پخوانیو نظامیانو څخه لسګونه ميله وسلې ترلاسه کړې دي.
مزارشریف (پژواک، ۱۸ لېندۍ ۱۴۰۱): په بلخ کې د رسنیو مسوولین او خبریالان وایي، سرپرست حکومت د دې پر ځای چې د رسنیو خپرونو لپاره
د مزارشریف ابوعلي سینا بلخي حوزوي روغتون کې د لومړي ځل لپاره لایزري عملیات ترسره شول او ترڅنګ یې ۶۰ ډاکټرانو ته د دغو عملیاتونو د زدهکړې بهیر پیل شو.
د رييسالوزرا دويم مرستيال وايي، پلان دا و چې هره ورځ د قوشتېپې په کانال کې ۳۶۰ زره متر مکعب کیندنه وشي خو دا مهال د دغه کانال ورځنۍ کیندنه ۶۵۰ زره متر مکعب ته رسېږي.
په بلخ ولایت کې د حیرتان بندر ښارګوټي مسوولین وایي، د ژمي موسم په رارسېدو سره دغه ښارګوټي ته د سیلانیانو ورتګ ډېر شوی دی.
مزارشریف (پژواک، ۱۳ لېندۍ ۱۴۰۱): په بلخ کې یو شمېر معلولین وايي چې د کار کولو توان نه لري او نړۍواله ټولنه په ځانګړې توګه
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP