ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ خبریالان: حکومت دې د محدودیتونو لګولو پر ځای رسنیو ته طرزالعمل وړاندې کړي

د بلخ خبریالان: حکومت دې د محدودیتونو لګولو پر ځای رسنیو ته طرزالعمل وړاندې کړي

author avatar
9 Dec 2022 - 13:17
د بلخ خبریالان: حکومت دې د محدودیتونو لګولو پر ځای رسنیو ته طرزالعمل وړاندې کړي
author avatar
9 Dec 2022 - 13:17

مزارشریف (پژواک، ۱۸ لېندۍ ۱۴۰۱): په بلخ کې د رسنیو مسوولین او خبریالان وایي، سرپرست حکومت د دې پر ځای چې د رسنیو خپرونو لپاره ټاکلی طرزالعمل ولري، ورځ تر بلې پرې محدودیتونه لګوي.

د رسنیو مسوولنیو او خبریالانو دا څرګندونې په هغې ناسته کې وکړې چې پرون ماښام د یاد ولایت په مرکز مزارشریف کې د حکومت، رسنیو او خبریالانو د همغږۍ په موخه جوړه شوې وه.

په دې ناسته کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو معین محمدیونس راشد، د بلخ سیمه‌ییزو چارواکو، د رسنیو مسوولینو او ځایي خبریالانو ګډون کړی و.

د رسنیو مسوولینو او خبریالانو له حکومتي چارواکو وغوښتل چې پر رسنیو د محدودیتونو لګولو پر ځای دې د رسنیو خپرونو لپاره ټاکلی طرزالعمل جوړ کړي.

په بلخ کې د یوې خصوصي رسنۍ مشر خواجه عبدالبصیر عابد وویل، د اوسني سرپرست حکومت له راتلو وروسته پر رسنیو د محدودیتونو لګول ډېر شوي؛ حکومت دې د دې چارې پر ځای د رسنیو خپرونو لپاره ځانګړی طرزالعمل جوړ او وړاندې کړي.

ځایي خبریال سیدمحمد یزدان‌پرست هم د رسنیو نشراتو لپاره د طرزالعمل نشتوالی د دوی پر وړاندې مهمه ننګونه بولي او وایي، حکومت باید په ټول هېواد کې د رسنیو نشراتو لپاره ځانګړې پالیسي ولري.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو معین محمدیونس راشد په دې برخه کې ستونزې ومنلې او ویې ویل چې حکومت د رسنیو لپاره د طرزالعمل پر جوړولو بحثونه کړي دي.

هغه زیاته کړه، د هېواد د رسنیو نشراتو لپاره پالیسۍ پر جوړېدو بار بار خبرې شوې خو یو ځل بیا به هم د بلخ خبریالانو دا ستونزې په لوړه کچه له چارواکو سره شریکې کړي.

د یادونې ده، په دې غونډه کې د رسنیو مسوولینو د برېښنا بیې لوړوالی هم د ځان پر وړاندې مهمه ستونزه وګڼله او له چارواکو یې د هغې حل وغوښت.

 

Visits: 76

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.