ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې معلولین له نړۍوالې ټولنې د مرستې غوښتنه کوي

بلخ کې معلولین له نړۍوالې ټولنې د مرستې غوښتنه کوي

author avatar
4 Dec 2022 - 17:22
بلخ کې معلولین له نړۍوالې ټولنې د مرستې غوښتنه کوي
author avatar
4 Dec 2022 - 17:22

مزارشریف (پژواک، ۱۳ لېندۍ ۱۴۰۱): په بلخ کې یو شمېر معلولین وايي چې د کار کولو توان نه لري او نړۍواله ټولنه په ځانګړې توګه د خوړو نړۍول پروګرام دې ورسره مرسته وکړي.

نن د ډسمبر څلورمه د معلولینو د پیوستون له نړۍوالې ورځې سره برابره ده.

په بلخ ولایت کې یو شمېر معلولین د دغې ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې له نړۍوالې ټولنې د مرستې غوښتنه وکړه.

نرګس حمیدي – چې د لسانس تر کچې لوړې زده‌کړې لري او له دواړو پښو معلوله ده – له نړۍوالې ټولنې يې وغوښتل چې له دې او دې ته ورته نورو معلولینو سره دې مرستې وکړي.

نوموړې په ځانګړې توګه د خوړو له نړۍوال پروګرام څخه وغوښتل چې افغان معلولینو ته دې مرستې ځانګړې کړي؛ ځکه په وینا يې چې معلولین د سختو کارونو توان نه لري.

هغې زیاته کړه، په بلخ ولایت کې د مرستو وېش په برخه کې د معلولینو ونډې ته پاملرنه نه کېږي.
په یادو مراسمو کې د محمداکرم په نوم یو معلول هم وویل، معلولین تر ټولو ډېر د مرستو مستحق دي.

ده هم له حکومت او نورو مرستندویه ادارو په ځانګړې توګه له نړۍوالې ټولنې وغوښتل چې د مرستو په وېش کې دې معلولینو ته لومړیتوب ورکړي.

د بلخ ولایت د معلولینو شبکې مشر عبدالرحیم صفا هم ادعا کوي چې د نړۍوالې ټولنې مرستې دوی ته نه رسېږي.

دی وايي، په وار وار يې بېلابېلو سرچینو ته خپل شکایت رسولی، خو تر دې مهاله يې غوښتنو ته پاملرنه نه ده شوې.

بلخوا، د یاد ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست وايي چې دوی ټولو معلولینو ته میاشتنی معاش ورکوي او دا لړۍ په نور مال ډول روانه ده.

د بلخ د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس مولوي جان‌محمد حکمت وایي: «د اسلامي امارت اقتصادي کمېسیون پرېکړه کړې، څو د نړۍوالو مرستو ۲۵ سلنه برخه د شهیدانو کورنيو او معلولینو ته ځانګړې کړي او د همدې پرېکړې له مخې، هڅه کوي تر څو دغه لړۍ پیل او معلولین له دغو مرستو څخه برخمن کړي.»

ده زیاته کړه، د معلولینو معاش د هغوی د معلولیت ډول ته په پام سره ورکول کېږي او هغه کسان چې ډېر معلول وي معاش يې د عادي معلولینو په پرتله ډېر دی.

هغه وویل، معلولینو ته د هغو د معلولیت څرنګوالي ته په پام سره د میاشتې له ۵ تر ۱۵زره افغانیو ورکول کېږي.

Visits: 17

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.