Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د لغمان سیمهییز مسوولین وایي، تېره شپه الینګار ولسوالۍ کې په یوه کور کې د اور لګېدنې له امله دوې ماشومانې مړې شوې دي.
لغمان کې سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې یې د اوبو د ۱۹ ذخېرو او پایپسکیم د جوړېدو چارې پیل کړې چې په درېیو میاشتو کې به بشپړې شي.
د لغمان د مرکز مهترلام اړوند الیشنګ کلي اوسېدونکي وایي چې کلي ته یې د برېښنا غځېدو چارې د تېر حکومت پر مهال ۸۰ سلنه بشپړې شوې وې خو له تحول وروسته ولاړې دي او له حکومته دې برخې ته د پاملرنې غوښتنه کوي.
د لغمان امنیه قومانداني وایي، د کابل ــ جلالاباد پر لویه لار د موټرو سرعت د کنټرول او ترافیکي پېښو د مخنیوي لپاره ګرځنده پولیس ګومارل شوي دي.
د لغمان سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په ملکي روغتون کې د ۱۴ میلیون افغانیو په لګښت د بېړنۍ پاملرنې څانګې (ایسيیو) لپاره ودانۍ جوړېږي.
د لغمان امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې د دوو قومونو ترمنځ د غره د ملکیت پر سر نښته شوې چې په کې یوه ښځه ټپي شوې او په تړاو یې شپږ کسان نیول شوي دي.
سیمهییز مسوولین وایي، د لغمان ولایت په مرکز او پنځو ولسوالیو کې د ۳۱ میلیون افغانیو په لګښت د ۳۴۰ کیلومتره سړک د جوړولو او بیارغولو چارې پیل شوې.
د نورستان امنیه قومنداني وایي، پرون د دغه ولایت په دواب ولسوالۍ کې په یوه کان کې د چاودنې له امله یوه کانکیندونکي خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ټپي شوی دی.
د لغمان سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت د الینګار ولسوالۍ په سنګره سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ ۱۲ کلنه دښمني نن د قومي مشرانو او دیني عالمانو په منځګړيتوب پای ته ورسېده.
د لغمان ولایت د دولتشاه ولسوالۍ ځوانانو په خپل نوښت او هڅو د «ملي یووالي» تر نوم لاندې د فوټبال ژمنۍ سیالۍ پیل کړې.
د لغمان د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې سږ کال د تېر کال په نسبت د چهارمغزو حاصلات نږدې دوه برابره ډېر شوي دی.
لغمان کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست د ملګرو ملتونو د کډالو عالي کمېشنرۍ په مالي مرسته سلو کسانو ته د کوچني کاروبار جوړولو په موخه د شاتو مچۍ وېشلې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP