Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د لغمان د پوهنې ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې لا هم ۱۰۴ ښوونځي ودانۍ نه لري خو په خبره یې چې دغه ستونزه یې له پوهنې وزارت او یو شمېر موسسو سره شریکه کړې ده.
د لغمان د والي مرستیال وايي، تېر لمریز کال د لغمان په مرکز او ولسوالیو کې د یو میلیارد او ۲۴ میلیون افغانیو په لګښت پراختیایي پروژې پلې شوې دي.
د لغمان د الینګار ولسوالۍ یو شمېر دیني عالمان او قومي مشران وایی، په دې ولسوالۍ کې یې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه یوه دوولس کسیزه باصلاحیته قومي کمېټه جوړه کړې ده.
د لغمان بادپښ ولسوالۍ کې سلګونه کورنۍ خپلو سیمو کې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نهلري او د غره په لمنو کې د چینې اوبو پسې یو ساعت پلی مزل کوي.
ستره محکمه وایي، په لغمان ولایت کې شپږو کسانو ته په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
د لغمان امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مرکز مهترلام ښار کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو تن ژوند له لاسه ورکړی دی.
د لغمان په الیشنګ ولسوالۍ کې نن د ځايي خلکو په شخصي لګښت د یوه ۳۰ متره پل د جوړېدو چارې پیل شوې چې اووه اعشاریه دوه میلیونه افغانۍ لګښت ورباندې کېږي.
د لغمان سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په الینګار او قرغیو ولسوالیو کې ۸۰۰ راستنو شویو کډوالو کورنیو ته د نغدي مرستو د وېش لړۍ پیل شوه.
د لغمان سیمهییز مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز مهترلام کې د څه باندې ۱۱ میلیون افغانیو په ارزښت د یوه استنادي دیوال د جوړېدو چارې پیل شوې.
د لغمان سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په بادپښ ولسوالۍ کې د ۱۷ میلیون افغانیو په لګښت یو روغتیایي مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د لغمان سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز او دوو ولسوالیو کې له کډوالۍ تازه راستنو شوو ۲۱۱ کورنیو ته د دایمي استوګنې په موخه جوړ شوي کورونه وسپارل شول.
د نورستان سیمهییز مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز پارون او دوو ولسوالیو کې یې د ۲۸ میلیونه افغانیو په لګښت نږدې درې سوه هکتاره ځنګلونه بیا احیا کړي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP