Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د کورنيو چارو وزارت لومړی مرستيال مولوي محمدنبي عمري وايي که د پاکستان حکومت په خپله خاوره کې د روانې ناامنۍ او جګړې مخه ونه نيسي، ښايي د افغانستان لپاره په جدي خطر بدل شي.
ناپېژاندو وسلهوالو د خوست په موسیخېلو ولسوالۍ کې د سعید ارمان په نوم یو ځوان وژلی دی.
د خوست د نادرشاهکوټ ولسوالۍ د ځنيخېلو اړوند د څوۍ سيمې اوسېدونکي وايي، په سیمه کې یې د روغتیايي مرکز ترڅنګ ښوونځی هم نشته او ماشومان یې له زدهکړو محروم دي.
د خوست امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په اسماعیلخېلو مندوزیو ولسوالۍ کې ناپېژانده کسانو دوه تنه په ډزو وژلي دي.
د خوست امنيه قومانداني وايي چې د روان لمریز کال په اوږدو کې د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې ۳۲۱ بېلابېلې جنايي پېښې شوې او په تړاو یې ۳۴۵ کسان نیول شوي دي.
خوست کې د دوو کورنيو ترمنځ خپلمنځي شخړه کې يو ډاکټر وژل شوی او شپږ کسان ټپيان شوي دي.
ځايي مسوولين وايي، د خوست ښار پر بېلابېلو څلور لارو لګېدلي ترافيکي څراغونه فعال شول چې له مخې به يې تر يوه حده ترافیکي نظم رامنځته شي.
خوست کې د څه باندې ۱۳ ميليون افغانيو په لګښت د څښاک اوبو رسولو درې شبکې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
په خوست کې د «زرغون خوست» په نوم د نيالګيو اېښودلو درې ورځنۍ مېله پيل شوه چې په ترڅ کې به يې په دغه ولایت کې زرګونه مثمر او غيرمثمر نيالګي کېښودل شي.
د خوست حکومتي مسوولين وايي چې د دغه ولايت د نفت او ګازو مديريت څو کارکوونکي او د تېلو پمپونو يو شمېر مالکان د مالي فساد په تور نيول شوي دي.
د خوست امنيتي مسوولين وايي، هغه دوه کسان یې نيولي چې څه موده وړاندې یې د نجونو د کورونو ترڅنګ هوايي ډزې کړې وې او له هغوی سره یې د کوژدن کېدو ادعا کوله.
د خوست د خوړو او درملو ادارې مسوولین وايي چې په تېرو پنځو میاشتو کې ۱۵۰۰ بورۍ بېکیفیته خوراکي او یوه اندازه نور توکي بېرته پاکستان ته ګرځول شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP