ژبه

خوست کې ناپېژانده وسله‌والو دوه کسان په ډزو وژلي

خوست ښار (پژواک، ۲۹ کب ۱۴۰۲): د خوست امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په اسماعیل‌خېلو مندوزیو ولسوالۍ کې ناپېژانده وسله‌والو دوه تنه په ډزو وژلي دي.

د خوست امنیه قوماندانۍ ویاند سمونیار طاهر احرار پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه تېره شپه د یادې ولسوالۍ په شبیخېلو کلي کې شوې ده.

هغه د جزییاتو له ورکولو پرته وایي چې امنیتي کسان سېمې ته رسېدلي او په دې اړه یې پلټنې پيل کړي دي.

د هغه په خبره چې وژل شوي کسان د یادې ولسوالۍ د درلوميو سېمې اوسیدونکي دي.

ورته موضوع