Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د فېروزکوه د ښاروالي مسوولین وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې یې څه باندې ۱۸ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي او د دغه ولایت له اوسېدونکو غواړي چې د خپلو مالیاتو او د خپلو جایدادونو د صفایي پیسو په ورکولو له دې ادارې سره همکاري وکړي.
د غور د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، یو ځوان ګرځندوی چې له ایرلېنډ څخه یې دغه ولایت ته سفر کړی و، نن د اسلام په مبارک دین مشرف شو.
د هېواد د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معین غور ته په خپل سفر کې د جام منار د کتنې پر مهال وویل، یونسکو باید د دغه منار ساتنې برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي.
غور کې امنیتي سرچینې د نشهیي توکو د قاچاق، پېر او پلور په تړاو د څلورو کسانو د نیول کېدو خبر ورکوي او وايي چې له دغو کسانو څخه څه باندې ۱۸۰ کیلوګرامه نشهیي توکي ترلاسه شوي دي.
ځایي سرچینې وايي چې په نیمروز ولایت کې ۱۰ کیلوګرامه ښيښه، د نشهیي توکو د تولید یوه کارخونه او په غور کې څه باندې لس زره کیلوګرامه ومان کشف، ترلاسه او له منځه وړل شوي دي.
غور کې سوداګرې او متشبثې ښځې د خپل کاروبار له پیکه کېدو شکایت لري، له حکومت او مرستندویه موسسو غواړي چې له دوی ملاتړ وکړي او په دغه ولایت کې دې د کاروبار ځانګړی ځای ورته جوړ کړي.
د غور ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز فیروزکوه ښار کې د څه باندې اووه میلیون افغانیو په لګشت د یوه پله جوړولو چارې پیل شوې.
غور کې امنیتي سرچینې وايي، د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د نشهيي توکو د تولید ۲۳۴ کارخونې له منځه وړل شوې، زرګونه کیلوګرام نشهيي توکي کشف او ترلاسه شوي او په تړاو یې ۲۰۹ کسان نیول شوي دي.
غور کې ځينې ښځې وایي، د اقتصادي ستونزو او بېوزلۍ له امله مجبورې دي څو د خپلو کورنیو اعاشې برابرولو لپاره شاقه کارونه وکړي چې له امله یې د ملا پر درد اخته شوې او د خپلې درملنې وس نه لري.
د غور امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په دولتاباد ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له مله یو کس مړ شوی دی.
غور کې سیمهییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په دولینه ولسوالۍ کې د یوه مسافر وړونکي موټر چپه کېدو له امله یو پنځه کلن ماشوم مړ او د یوې ښځې په ګډون درې کسان ټپیان شوي دي.
غور ولایت کې د وروستيو سېلابونو له امله زيانمنې شوې کورنۍ وايي، د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرستې یې ترلاسه کړې خو حکومت او مرستندويه ادارې باید د سرپناه برابرولو برخه کې مرسته ورسره وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP