Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وايي، ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا پنځه میلیارده افغانیو په ارزښت د ۲۷ پروژو قراردادونه منظور کړل، د اتو پروژو قراردادونه تعدیل او د څلورو پروژو قراردادونه لغوه شول.
د اسلامي امارت کابینې د عامې روغتیا وزارت ته دنده سپارلې چې د درملو نرخونه کنټرول کړي او د خپل اصلي نرخ څخه په لوړه بیه یې د پلور مخنیوی وکړي.
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له دوو موسسو سره د څه باندې ۴۹ میلیون او ۸۶۹ افغانیو په ارزښت د دوو هوکړهلیکونو له لاسلیکولو خبر ورکړی دی.
د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت وایي، یو داسې سیسټم یې جوړ کړی چې هیڅوک نه شي کولای په جعلي پېژندپاڼو سیمکارت ترلاسه او ثبت کړي.
د خوړو نړۍوال پروګرام اعلان کړی چې امریکا او بریتانیا له افغانستان سره ۳۳۰ میلیون ډالره بشري مرسته کوي.
د مالیې وزارت وایي، د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د فاریاب ولایت د آقینې په ګمرک کې د شاوخوا ۷۵ میلیون افغانیو په لګښت د دوو پروژو چارې پیل شوې.
کابل (پژواک، ۲۴ زمری ۱۴۰۳): د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، د زمري میاشتې د ۲۴ مې په مناسبت جوړه شوې غونډې کې ویلي، ا.ا له
د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت وايي چې تېرو درېیو کلونو کې د افغانستان په کچه د ۱۲۲ زره روږدو درملنه شوې او د نشهیي توکو د پروسس ۱۳۵۰ کارخونې له منځه وړل شوې دي.
د خوړو نړۍوال پروګرام وايي چې سږ کال به په افغانستان کې د بودجې نشتوالي له امله ۶۰۰ زره میندوارې ښځې له مرستې بېبرخې شي.
د ا.ا د استخباراتو عمومي رییس وايي، د هغو ډلو مرکزونه چې د ځینو نړۍوالو سازمانونو راپورونو کې یې یادونه کېږي، په افغانستان کې نشته، بلکې دغه هېواد د ځینو هغو ډلو د تخریبي کړنو ښکار دی چې په ګاونډ او سیمه کې مرکزونه لري.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست وايي چې په افغانستان هيڅ داسې ځواک نشته چې ا.ا تهدید کړي، په هېواد کې شته ټولې وسلې او پوځي تجهیزات د رسمي تشکیلاتو له مخې د مسوولو امنیتي ځواکونو په لاس کې دي.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، فاریاب کې د ۲۵ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت د مالګې د درېیو کانونو د استخراج او پروسس هوکړهلیک لاسلیک شو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP