ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د افغانستان بانک وايي چې بېلابېل سریاللرونکي یا دوهنمرهیي بانکنوټونه چې دواړه طرفونه یې اصلي وي او دوه سره نه وي، پر نوو بانکنوټونو بدلوي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سپارښتنه کړې چې رسنۍ دې په خپرونو کې د نورو ژبو د اصطلاحاتو او کلمو له کارولو ډډه وکړي، برېښنایي ټولیزې رسنۍ دې پنځه وخته اذان خپور کړي او خصوصي راډیو تلوېزیونونه دې اسلامي اصول او د افغانستان ملت ارزښتونه او رواني امنیت پام کې ونیسي.
کابل کې د ترکیې سفیر د افغانستان لوړو زدهکړو له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې ویلي چې هېواد یې د افغانستان تحصیلي نظام په بنسټیزو چارو کې همکاري کوي.
د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) ویلي چې په افغانستان کې د امنیتي ځواکونو لخوا د ښځو او نجونو نیول د هغوی لپاره سپکونکی او خطرناک دي، خو د اسلامي امارت ویاند د یوناما دا ادعاوې رد کړې.
د افغانستان مالیې وزارت وایي چې د هلمند بُست د پنبې او نباتي غوړیو دولتي شرکت د تولید ظرفیت لوړ شوی او د روان لمریز کال له پیله تر اوسه یې سل ټنه غوړي، ۵۰۰ ټنه کنجاره او ۶۱ زره چکۍ صابون تولید کړي دي.
د کابل ښار په شپږمه حوزه کې پر یوه کاسټر موټر د چاودنې له امله دوه تنه وژل شوي او ۱۴ نور ژوبل شوي دي.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانکړی استازی وايي چې ښايي د روان مېلادي کال د جنوري په دویمه نیمايي کې د ملګرو ملتونو تر نظر لاندې د افغانستان په اړه غونډه جوړه شي.
ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د ایران په کرمان ولایت کې د وروستیو چاودنو له امله ۱۲ افغانانو هم خپل ژوند بایللی دی.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي، د سردارمحمد داوودخان په ۴۰۰ بستریز روغتون کې د عصبي جراحۍ ټیم له لوري «ماغزو تومور» پیچلي عملیات په بریالیتوب ترسره شول.
افغانستان له ازبیکستان سره د ۲۰۲۴ کال لپاره له د برېښنا پېرودلو تړون تمدید او لاسلیک کړ.
د ملګرو ملتونو د خوړلو او کرنې ادارې عمومي مرستیالې د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره په لېدنه کې ویلي، هوډ لري افغانستان کې د کرنې ميکانيزه کولو او نورو برخو کې خپلو مرستو ته دوام او پراختيا ورکړي.
[restrict paid=”true”] کابل ( پژواک ۱۶ تله ۱۴۰۲) د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي چې له ازادۍ او مقدساتو هر ډول دفاع او مقاومت د
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن