Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان بانک راتلونکې شنبې ۱۵ میلیون امریکایي ډالر لیلاموي

کابل (پژواک، ۱۶ وری ۱۴۰۳): د افغانستان بانک اعلان کړی چې د راتلونکې اونۍ پر شنبې ورځ  ۱۵ میلیون امریکایي ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلاموي.

د افغانستان بانک دغه څرګندونې نن ( پنجشنبې د وري په ۱۶مه) پر خپله اېکس‌پاڼه کړې دي.

یاد بانک له سوداګریزو بانکونو، د صرافۍ او پولي خدمتونو له شرکتونو چې په شرایطو برابر وي، غوښتي چې په دغه داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

سرچینې زیاته کړې، د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي څو خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پایه تصفیه کړي.

سرچینه زیاتوي، د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي، د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي چې د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغدي ډول په ټاکلي موده کې د افغانستان بانک ته وسپاري.

دا په داسې حال کې چې د افغانستان بانک د روانې وري میاشتې په ۱۳مه  هم ۱۸ میلیون امریکایي ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلام کړي وو.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.