Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال کابل کې د اذربایجان له سفیر سره په لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا او دوام ټینګار وکړ.
د عامې روغتیا وزارت په ۱۶ ولایتونو کې د ماشومانو ګوزڼ (پولیو) ضد واکسین د درې ورځني فرعي کمپاین د پیل خبر ورکوي چې په ترڅ کې به یې ۶،۳ میلیون ماشومان واکسین شي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ اعلان کړی چې د افغانستان په مرکزي سیمو کې ۱۹۰ دايمي سرپناوې جوړې شوې دي.
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست وايي چې له پنجشېره کابل ته د اوبو لېږد پروژې د سروې او ډیزاین چارې بشپړې شوې دي او د بودجې او نورو اړینو امکاناتو په چمتو کېدو سره به یې په راتلونکي کې چارې هم پيل شي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال چې نن د ازبکستان له سفره بېرته کابل ته راستون شو، وویل د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه چې پخوا یې تړون په ۲۵۲ میلیون ډالرو شوی و، له بحثونو وروسته ازبکستان دغه تړون ۲۲۲ میلیون ډالرو ته راټیټ کړ.
د افغانستان بانک سرپرست د ازبېکستان مرکزي بانک له رییس سره په لیدنه کې ویلي چې له ازبېکستان سره د بانکوالۍ برخې پراختیا کولای شي د سوداګریزو اړیکو د لا غوړېدو سبب شي.
د امریکا د پوځ مرکزي قومانداني وایي، سوریه کې یې له القاعده شبکې سره د تړلي یوه سازمان «یو لوړ پوړی غړی» په یوه هوایي برید کې له منځه وړی دی.
ازبکستاني چارواکو له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې تاشکند په ټولو اقتصادي برخو کې له کابل سره ګډ کار ته لېوال دی.
رسنیو د امریکا د دفاع وزارت د یوه چارواکي له قوله راپور ورکړی چې پنتاګون راتلونکې اونۍ خپل ۵۴۰۰ کارکوونکي له دندو ګوښه کوي.
د عزیزي بنسټ افغانستان کې د سرطاني ناروغیو درملنې ۴۰۰ بستریز روغتون، د مور او ماشو خوندیتوب ۲۰۰ بستریز زېږنتون، معیاري ښوونځیو، د نرسېنګ انسټېټیوټ او طبي پوهنتون جوړولو او ۲۰۰ مېګاواټه برېښنا د تولید برخو کې ۱۰،۵ میلیارد ډالره پانګونه کوي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له دوو موسسو سره د څه باندې یو میلیون او ۷۳۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د همکارۍ دوه هوکړهلیکونه لاسلیک کړل.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د پاکستان له بندخونو ۶۹ افغان بندیان ازاد او هېواد ته راستانه شول.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP