منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 9:09 غ.م
ننوتل
14° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
سوداګري او اقتصاد

د افغاستان بانک سبا ۱۵ میلیون امریکايي ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک سبا یکشنبه (د وري  ۱۷مه) د داوطلبۍ له لارې ۱۵ میلیون امریکایي ډالر لیلاموي.

· 1 دقیقه لوستل · 281 کتنې

کابل (پژواک، ۱۶ وری ۱۴۰۴): د افغانستان بانک سبا یکشنبه (د وري  ۱۷مه) د داوطلبۍ له لارې ۱۵ میلیون امریکایي ډالر لیلاموي.

یاد بانک نن پر خپله اېکس‌پاڼه له سوداګریزو بانکونو، د صرافۍ او پولي خدمتونو پر شرایطو له برابرو شرکتونو غوښتي څو په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

سرچینې لیکلي، د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي څو خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پایه تصفیه کړي.

د سرچینې په حواله، د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي، د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي چې د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل نغدې په ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته وسپاري.

دا په داسې حال ده چې د افغانستان بانک د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د وري میاشتې په ۹مه هم د داوطلبۍ له لارې ۱۵ میلیون امریکایي ډالر لیلام کړي وو.