Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د کندوز د کرنې ریاست مسوولین وايي، سږکال په دغه ولایت کې ۲۰۰۶ مټریک ټنه انګور تولید شوي چې د تېر کال په پرتله ۹۰ سلنه ډېروالی ښیي.
د افغانستان د کډوالو چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي چې د کندوز په مرکز کې یوه ښوونځي ته د ۱۶ میلیون افغانیو په لګښت ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د کندوز سیمهییز مسوولین وايي، درېیو مرستندویه بنسټونو د دغه ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ۷۰۰ سیمهییزو ټولګیو په جوړولو سره ۲۵ زره ماشومانو ته د زدهکړو زمینه برابره کړې ده.
د کندوز د کرنې ریاست وايي چې سږ کال په دغه ولایت کې څه باندې ۳۴ زره ټنه پیاز ترلاسه شوي چې د تېر کال په پرتله څه باندې ۱۱ سلنه ډېروالی ښيي.
د کندوز ځایي مسوولینو د دغه ولایت په اقتاش ولسوالۍ کې د ۲۵ میلیون افغانیو په لګښت د یوه منځني ښوونځي ودانۍ جوړولو چارو له بشپړېدو خبر ورکړی دی.
د کندوز د کرنې، اوبولګولو او مالداراۍ ریاست مسوولین وايي چې د سږ کال له پیله تر اوسه په دغه ولایت کې د کبانو روزنې فارمونو ۳۵۰ ټنه کبان تولید کړي دي.
د کندوز امنیه قومانداني وايي چې په دغه ولایت کې یوه کس خپل دوه ماشومان وژلي، یو بل ماشوم او مېرمن یې ټپیان کړي دي.
کندوز کې مسوولین وايي چې د روان کال د وري میاشتې له پیله راهیسې د دغه ولایت په درېیو روغتیایي مرکزونو کې د ۳۵۳ روږدو درملنه شوې ده.
د کندوز د کرنې ریاست کې مسوولین وايي، سږ کال په دغه ولایت کې ۱۷۳ ټنه پسته راټوله شوې چې د تېر کال په پرتله نږدې شپږ برابره ډېروالی ښیي.
د کندوز ولايت په ګلتپه ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ دښمني چې يو کس پکې وژل شوى و، د قومي مشرانو او ديني عالمانو په منځګړیتوب پاى ته ورسېده.
د کندوز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، سږ کال په دغه ولایت کې ۱۴۵ زره مټریک ټنه هندواڼې ترلاسه شوې چې د تېر کال په پرتله څه باندې ۱۷ سلنه زیاتوالی ښيي.
د کندوز د امام صاحب د تورپي جزیرې اوسېدونکي چې شاوخوا ۱۲۰۰ کورنۍ دي، خپلو ماشومانو ته د رسمي ښوونځي جوړېدو غوښتنه کوي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن