Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د تخار ولایت د هزار سموچ ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي چې په دې ولسوالۍ کې د مناسب بازار نشتون له امله خلک اړ دي څو د خپلو لومړنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره د دغه ولایت مرکز تالقان ښار ته سفر وکړي.
د کندوز ولایت په مرکز کې کابل بانک ته څېرمه د یوه ځانمرګي برید له امله پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او اووه نور ټپیان شوي دي.
د کندوز امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې کابل بانک ته څېرمه چاودنه شوې ده.
د تخار امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې دوه غله یوه کور ته ورغلي، یوه ښځه او سړی یې وژلي او پر یوې ۱۳ کلنې نجلۍ یې جنسي تېری کړی دی.
د کندوز د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو ریاست مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې راستنو شوو افغان کډوالو ته د پنځو ښارګوټو جوړولو لپاره څه باندې ۱۳زره جریبه ځمکه ځانګړې شوې ده.
د تخار امنیه قومانداني وايي چې نامعلومو کسانو د دغه ولایت په مربوطاتو کې یو چیني وګړی وژلی دی.
امنیتي مسوولین وايي چې په لوګر ولایت کې لسګونه میله وسلې ترلاسه شوې او په کندوز کې بیا اووه کسان د عامه نظم د اخلال په تور نیول شوي دي.
کندوز کې د دوو کورنیو ترمنځ څلوېښت کلنه دښمني چې د ځمکې پر سر رامنځته شوې وه، د قومي مشرانو او ځايي مسوولینو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.
حکومتي مسوولین وایي، روان کال د هېواد په شمالختیځ کې زون کې د غنمو څه باندې ۲۱ زره تنه اصلاح شوی تخم تولید شوی چې په ټول هېواد کې به یو میلیون بزګرو ته ووېشل شي.
د کندوز د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۹۰ زره ډالرو په لګښت د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
کندوز کې ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په څو ولسوالیو کې د سېلابونو راوتلو له امله دوه زره جریب کرنیزه ځمکه او سلګونه کورونه په بشپړ او قسمي ډول ویجاړ شوي دي.
کندوز کې ځايي چارواکي وايي چې دغه ولایت ته د تاجکستان د وارداتي برېښنا غځېدلی مزی د ۸۰ میلیون افغانیو په لګښت بدلېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP