کندوز (پژواک، ۱۰ غویی ۱۴۰۴): د کندوز ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز کې د دوو کورنیو ترمنځ درې کلنه دښمني د قومي مشرانو په منځګړیتوب او د ځایي مسوولینو په هڅو پای ته رسېدلې ده.
د کندوز د والي ویاند زلمي حنیف پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا شخړه شاوخوا درې کاله مخکې د دغه ولایت د مرکز اړوند نویان سیمه کې د کورني ستونزو له امله د دوو کورنیو ترمنځ رامنځته شوې وه چې په پایله کې یې یو تن وژل شوی وو.
هغه وایي: «دې وروستیو کې د کندوز ځایي مسوولینو، قومي مشرانو، دیني عالمانو او د بانفوذه کسانو په منځګړیتوب د دې ستونزې د هوارولو لپاره زمینه برابره شوه او بالاخره د دواړو لورو ترمنځ دښمني پر دوستي بدله شوه.»
هغه وایي چې د کندوز ولایت رهبري د سیمهییزو شخړو د حل له لړۍ په جدي ډول ملاتړ کوي او هڅه کوي څو ټولې شته شخړې په تفاهم او منځګړیتوب سره له منځه یووړل شي.
د ځایي مسوولینو د معلوماتو له مخې، د اسلامي امارت له واکمنۍ تر اوسه، دغه ولایت کې د دښمنۍ سلګونه قضیې حل شوي چې ځيني یې ان تر لس کلونو ډېرې پخوانۍ وې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP