Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د غزني په زنخان ولسوالۍ کې د اړیکو دفتر موسسې په تخنیکي مرسته د یونیم میلیون امریکایي ډالرو په لګښت د یو شمېر لویو او وړو رغنیزو پروژو چارې پیل شوې.
غزني کې د زینتي مرغانو کاروباریان وايي، د خلکو د خراب اقتصادي وضعیت، پر ښکار او د مرغانو پر صادراتو او وارداتو بندیز هغه لاملونه دي چې د دوی پر کاروبار یې منفي اغېز کړی او پېر او پلور یې کم شوی دی.
غزني کې د بدني روزني او ورزش امریت مسوولين وايي، د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنيونې درې ورځنۍ سيالۍ ترسره شوې.
د غزني ورزشي مسؤولین وايي، د دغه ولایت په مرکز کې د رمضان جام فوټسال سیالۍ د ۲۳ لوبډلو ترمنځ پیل شوې.
د غزني ولایت امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت پنځمې امنیتي حوزې اړوندو کې د غلو یوه اته کسیزه ډله نیول شوې.
د غزني ښاروالي وايي چې د ښار روښانه کولو پروژه د نږدې نهه میلیون افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د میدانوردګو له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکزي بهسودو ولسوالۍ کې د واورې ښویېدنې له امله دوه کسان مړه شوي دي.
غزني ولایت کې له ۲۵ روغتیايي مرکزونو سره د افغانانو د پوهې او وړتیا لوړولو موسسې له لوري د طبي او غیرطبي وسایلو مرسته وشوه.
د غزني امنیه قومانداني وايي چې په تېرو لسو مياشتو کې د دغه ولايت په مرکز او شاوخوا سیمو کې د اورلګېدنې ۳۵ پېښې رامنځته شوې دي.
د غزني امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت له مرکز او ولسوالیو پر نشهيي توکو روږدي ۱۴۰ کسان راټول او د درملنې اړوند مرکز ته ولېږل شول.
د غزني امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په مرکز کې د ګازنیونې له امله د یوې ښځې په ګډون دوه کسان مړه شوي دي.
د غزني ولایت په ګيلان ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP