غزني (پژواک، ۱۱ غویی ۱۴۰۴): د غزني په زنخان ولسوالۍ کې د اړیکو دفتر موسسې په تخنیکي مرسته د یونیم میلیون امریکایي ډالرو په لګښت د یو شمېر لویو او وړو رغنیزو پروژو چارې پیل شوې.
د غزني د کرني، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمداسماعل شکیب پژواک خبري اژانس ته وویل چې پرون په زنخان ولسوالۍ کې د اقلیمي بدلون او کلیوالي معیشت (CARL) تر سرلیک لاندې د کرنې، اوبولګولو او مالداري برخو کې ګڼې لویې او کوچنۍ پروژې پیل شوې.
هغه زیاته کړه، دغه پروژې څلورکلنې دي چې مالي لګښت یې د اروپایي ټولنې، په ځانګړي ډول د سویس هېواد د پرختیا او همکارۍ ادارې له لوري ورکول کېږي او تخنیکي چارې یې د اړیکو دفتر (TLO) ترسره کوي.
د نوموړي په خبره، په یادو پروژو کې د څلورو چکډيمونو، د زرګونو واټرشیټونو، استنادي دېوالونو، کانالونو، د لس ذخیروي بندونو، د حیواني کلینیکونو، ۲۸۰ د مڼو او ۲۰۰ د بادامو باغونو جوړول او له زرګونو بزګرانو سره د تخمونو مرسته او د هغوی د ظرفیت لوړولو پروګرامونه شامل دي.
هغه وویل، په دې پروژو کې به د یادې ولسوالۍ زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
نوموړي زیاته کړه، پلان لري چې د دې موسسې په مرسته په نږدې راتلونکې کي په یو شمېر نورو ولسوالیو کې هم ورته پروژې پلې کړي.
دغه راز په غزني کې د اړیکو دفتر موسسې ولایتي مسوول انجنیر عبدالهادي شفق وویل، اروپایي ټولنه غواړي د غزني په څلورو ولسوالیو جغتو، زنخان، رشیدان او خوګیاڼو کې د شاوخوا شپږنیم میلیون امریکایي ډالرو په لګښت د اوبو ذخیره کولو، کرنې او مالدارۍ برخو کې بېلابېلي پروژې پلې کړي.
ورته مهالو د زنخان ولسوالۍ خلک د دې پروژو پر پلې کېدو خوښ دي او له مسوولینو د ورته نورو پروژو غوښتنه هم کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP