Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې د ۲۳ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام فوټسال سیالۍ پیل شوې

غزني (پژواک، ۲۱ کب ۱۴۰۳): د غزني ورزشي مسؤولین وايي، د دغه ولایت په مرکز کې د رمضان جام فوټسال سیالۍ د ۲۳ لوبډلو ترمنځ پیل شوې.

د غزني بدني روزني او ورزش آمر بلال مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه د رمضان جام فوټسال سيالۍ چې يوه مياشت به دوام وکړي، د ۲۳ لوبډلو ترمنځ نن پیل شوې.

نوموړي وویل، د دغه سیالیو په لومړۍ لوبه کې «زیتون» او «امید ولیعصر» لوبډلو یو له بل سره سیالي وکړه چې زیتون لوبډله وتوانیده، خپلې سیالې لوبدلې ته شپر پر یو ماتې ورکړي.

هغه زیاته کړه چې د دغه سیالیو ترسره کولو څخه موخه د روژې مبارکه میاشت کې ځوانانو ته سالمه تفریح رامنځته کول، د لوبغاړو استعدادونو ته وده ورکول، ځوانان ورزش ته هڅول، غوره همغږي او یووالی رامنځته کول دي.

د ولیعصر لوبډلې یوه لوبغاړي احمد شاه پژواک ته وویل، خوښ دی چې دغه ډول سیالۍ په لاره اچول کېږي.

دی غوښتنه کوي چې دغه ډول سیالۍ دې نورې هم پراخې شي، تر څو له یوې خوا ځوانانو ته تفریح پیدا شي او له بلې خوا نور ځوانان هم وهڅول چې له بیکاریو، نشو او نورو څخه راوګرځي او ورزش ته مخ کړي.

د یادوني ده، څو ورځې مخکې هم په غزني کې د ولیبال، فوټبال او کرکټ رمضان جام سیالۍ پیل شوې وې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.