Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د غزني روغتیايي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د عامې روغتیا وزارت د یوه روغتیایي ټیم له لوري د لسګونو پرې شونډو ماشومانو وړیا درملنه پیل شوه.
سېمهییز چارواکي وایي، په غزني ولایت کې د تکواندو غوراوي ۱۹م پړاو سیالۍ د ۷۰ لوبغاړو ترمنځ ترسره شوې.
د غزني سیمهییز مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د ۷.۵ میلیون افغانیو په لګښت د «کامل کانال» د جوړولو چارې پیل شوې چې په بشپړېدو سره به یې زر هکتاره ځمکه خړوبه شي.
د غزني ښاروالي وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې د ۱۶ میلیون افغانیو په لګښت د دوو رغنیزو پروژو چارې پيل شوې.
د غزني په مرکز کې د دوو قومونو ترمنځ یو کلنه دښمني د حکومتي مسوولینو، دیني عالمانو او قومي مشرانو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.
غزني کې ورزشي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د ۲۰ ولایتونو د ۱۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو دوه ورځنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې.
د غزني په ناور ولسوالۍ کې د کوچیانو او هزاره قومونو ترمنځ اته کلنه دښمني د حکومتي مسوولینو، دیني عالمانو او قومي مشرانو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.
د غزني سېمهییز چارواکي وایي، د دغه ولایت په زندان کې د بندیانو لپاره د اووه میلیون افغانیو په ارزښت د یوې ودانۍ د جوړېدو چارې پیل شوې.
د غزني ولایت د تخنیکي پوهنتون له بېلابېلو پوهنځيو جیولوژي، کانونو او الکټرومیخانیک څخه شاوخوا ۱۵۰ کسان فارغ شول.
په غزني کې د درېیو ترافیکي پېښو له امله د ښځو په ګډون نهه کسان ټپیان شوي دي.
د غزني پوهنتون یو شمېر محصلین وايي، د لیلیې نشتوالي له امله اړ دي په شخصي ځایونو کې و اوسېږي چې له امله یې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د غزني د بدني روزنې او ورزش امریت وايي چې په دغه ولایت کې د درېیو ولایتونو د ۱۷ لوبډلو ترمنځ د نیزهوهنې سیالۍ ترسره شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP