د عدلیې وزارت یو چارواکی د دې ترڅنګ چې د سیاسي ګوندونو شتون اړین نه بولي وايي، په تېر یو کال کې له ۲۳۰۰ دوسیو ۷۳۰ ته یې رسېدنه شوې ده.
کابل (پژواک، ۳ وږی ۱۴۰۱): د مخابراتو وزارت په تېر یو کال کې د شاوخوا ۷ میلیارد افغانیو عواید ترلاسه کولو خبر ورکوي او وایي
د ترانسپورټ وزارت په داسې حال کې د ښاري موټرونو د کرایې د کمولو لایحې برابرولو خبر ورکوي چې ځیني کابل ښاریان وایي، سره له دې چې د تېلو بیې کمې شوې، خو د ښاري موټرونو کرایه هماغه شان لوړه ده.
د پوهنې وزارت مسوولینو «ملت ته د حکومت د حساب ورکولو» په مراسمو کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د بېرته پرانیستلو په اړه وویل، د ښوونځیو د بېرته پرانیستلو طرحه لا هم بشپړه شوې نه ده.
کابل (پژواک، ۲۳ زمری ۱۴۰۱): کابل ښاروالي وايي، دې ادارې په تېر یوه کال کې ١٨١ پراختيايي پروژې تطبیق کړې او د پراختيايي او ودانيزو
کابل (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۱): نن د تېرو دوو اونیو په پرتله، د نفتي توکو بیې له ۹ سلنې ډېر لوړوالی ښيي، په داسې حال
ځينو انټرنټي سایټونو د کرونا ناروغۍ د مخنیوې او درملنې لپاره د مرخېړيو د اغېز په اړه یو لړ مطالب خپاره کړي دي، خو د طب پوهان یې شایعه بولي او وایي، دغه راز مطالب کوم علمي بنسټ نه لري.
نن د تېرې شنبې په پرتله د هندي بورې بیه لوړه شوې، خو د قزاقي اوړو او مالیزیایي غوړیو بیې ټيټې شوې دي.
د کاپیسا د عامې روغتیا ریاست د خوست، ننګرهار او پکتیکا ولایتونو له خلکو سره د غمشریکۍ په موخه ۵۰ زره سيسي وینه راټوله کړې او ورلېږلې یې ده.
نن د تېرو اوو ورځو پر پرتله د پاکستانۍ وریجو بیه لوړه شوې، خو د روسي سرو زرو، غوړيو او هندي بورې بیې ټيټې شوې دي.
د مکروریانونو د ساتنې او مراقبت ریاست د اوبو او مرکز ګرمۍ د ستونزو څېړلو لپاره کابل ته د روسي متخصصینو د ټیم له راتګه خبر ورکوي.
د افغانیو پر وړاندې د ډالرو بیې لوړوالي له امله، نن د تېرو ۷ ورځو په پرتله د نفتي توکو بیې له ۵ سلنې ډېر او د خوراکي توکو بیې نږدې ۴ سلنه لوړې شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP