ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د طب پوهان: د کرونا په مخنیوي کې د مرخېړیو اغېز کوم علمي بنسټ نه لري

د طب پوهان: د کرونا په مخنیوي کې د مرخېړیو اغېز کوم علمي بنسټ نه لري

author avatar
14 Jul 2022 - 17:50
د طب پوهان: د کرونا په مخنیوي کې د مرخېړیو اغېز کوم علمي بنسټ نه لري
author avatar
14 Jul 2022 - 17:50

کابل (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۱): ځينو انټرنټي سایټونو د کرونا ناروغۍ د مخنیوې او درملنې لپاره د مرخېړيو د اغېز په اړه یو لړ مطالب خپاره کړي دي، خو د طب پوهان یې شایعه بولي او وایي، دغه راز مطالب کوم علمي بنسټ نه لري.

دوه کاله مخکې په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس تر خپرېدو وروسته، میلیونونه کسان پر دې ناروغۍ اخته او له امله یې سلګونه زره مړه شول. د نړۍ د مختلفو هېوادونو وګړو د ځان ژغورنې لپاره له بېلابېلو لارو چارو کار اخیسته او مختلف ډول خواړه او درمل یې کارول.

په ټولنیزو پاڼو کې د کرونا درملنې لپاره بېلابېل خواړه او درمل معرفي کېږي.

اوازې: مرخېړي د بدن د معافیت سیسټم لوړوي او پر کرونا د اخته کېدو مخه نیسي.

«ایمنا»  خبري ویبسایټ یو مطلب خپور کړی چې د مرخېړيو په کارولو سره د بدن دفاعي سیسټم پیاوړی کېږي او پر کرونا  د اخته کېدو مخنیوی کوي.

«د اقتصاد دنیا» په نوم یو بل ویبسایټ د «له دغو خوړو سره له کرونا سره جګړې ته ورشئ!» تر سرلیک لاندې یو مطلب خپور کړی او لیکلي یې دي چې مرخېړي د ویټامین ډي په لرلو سره د بدن د معافیت په لوړولو کې مهمه ونډه لري.

د «میزان» خبري اژانس هم لیکلي چې مرخېړي د ويټامین سي او ډي په لرلو سره، د بدن مقاومت لوړوي او پر کرونا د اخته کېدو مخه نیسي.

 

د کرونا لپاره د مرخېړيو د ګټو په اړه د خلکو ترمنځ اوازې

په ټولنیزو پاڼو کې د دغه راز مطالبو تر خپرېدو وروسته، ځينو هېوادوالو وویل چې د کرونا ویروس تر خپرېدو وروسته، په انټرنټي پاڼو کې یې داسې مطالب ولوستل چې مرخېړي د کرونا ناروغانو لپاره ګټور دي؛ هغوی په خپلو ورځنیو خوړو کې له مرخېړیو څخه د ګټې اخیستنې کچه زیاته کړې ده.

د کابل ښار د خېرخانې سیمې یوه اوسېدونکې مروه وایي: «دوه کاله مخکې کله چې پر کرونا اخته شوم، حیرانه وم چې څنګه وژغورل شم، یوه ورځ راته یوې ملګرې وویل چې د ځینو خوړو ترڅنګ د مرخېړيو له سوپ نه استفاده وکړم، ډېره ګټه لري.»

هغه زیاتوي، هغه مهال یې هره ورځ د مرخېړيو سوپ تیاروه او د کورنۍ ټولو غړو به خواړه.

د هغې په خبره، ځيني وختونه له تازه مرخېړیو او کله کله د کنسرو په ډول (چمتو شوي) مرخېړیو استفاده کوي.

په دغه حال کې، د کابل ښار یو بل اوسېدونکی محمد امین وایي: «د کرونا ناروغۍ لپاره د مرخېړيو د ګټو په اړه مې له ټولنیزو شبکو نه معلومات تر لاسه کړي وو او له هماغه وخت راهیسې ځينې ورځې په خپلو خوړو کې له مرخېړيو څخه استفاده کوو.»

د کابل ښار د کارته پروان سیمې یوه اوسېدونکې سپوږمۍ وایي: «کله چې کرونا خپره شوه، ډېره ډارېدمه او هر وخت به مې ټولنېزې شبکې څارلې، اړوند خبرونه به مې تعقیبول او د هغو موضوعګانو په لټه کې وم چې څرنګه له دغې خطرناکې ناروغۍ نه ځان او خپله کورنۍ وژغورم.»

هغې زیاته کړه، په ټولنیزو شبکو کې یې کرونایي ناروغانو ته د مرخېړيو د ګټو اړوند ډېر مطالب مطالعه کړي و او له هغه وخت راهیسې په خپلو خوړو کې له مرخېړیو څخه استفاده ډېره کړې ده.

خو د طب پوهانو ویلي چې تر اوسه د کرونا ناروغۍ لپاره د مرخېړيو اغېز نه دی ثابت شوی.

د عامې روغتیا وزارت مخکني سلاکار ډاکټر شیرزاد په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وویل: «ښه خواړه د روغتیا ضامن دي، خو د کرونا ناروغۍ لپاره تر اوسه کومه مشخصه درملنه نشته او په دې اړه ټول موارد شایعات دي.»

هغه په یوه پیغام کې خلکو ته داسې وویل: «هر هغه څه چې د بدن د مقاومت په لوړولو کې په کار راځي، مثلاً مېوې، ترکاري، پروټینونه، روغنیات، منرالونه دا ټول کولی شي چې بدن سالم وساتي او له ساري ناروغیو څخه بدن وساتي.»

دغه‌راز د کابل ښار په انتاني روغتون کې ټرینر متخصص فرید‌الله عمري وایي، په ځينو انرټني سایټونو کې داسې مطالب خپرېږي چې ګواکې مرخیړي د کرونا لپاره ګټور دي، خو په دې اړه کومه څېړنه نه ده شوې او علمي بنسټ نه لري.

نوموړي زیاته کړه: «که څه هم دغه مطلب د خلکو په ذهنونو کې د یوې فرضیې په ډول شته او تل یې یادونه کېږي چې سبزیجات د بدن معافیت لوړوي او مهم رول لري، خو د کرونا په درملنه کې شامل نه دي. په عمومي ډول مرخیړي د بدن معافیت لوړوي، لیکن پر کرونا د اخته ناروغانو لپاره رول نه لري.»

عمري په یوه پیغام کې له هېوادوالو غواړي: «که خدای مه کړه زموږ ورونه یا خویندې پر کرونا اخته کېږي نو هڅه دې وکړي چې ټولنیز واټن دې مراعت کړي، له خپلې شخصي قاشقې، بشقاب او پنجې څخه دې استفاده وکړي، له ماسک څخه دې استفاده وکړي، له ګرمو مایعاتو او سبزیو دې ګټه واخلي.»

دغه‌راز د افغان – جاپان د کووېډ-۱۹ روغتون د کیفیت د کنټرول مسوول او ټرېنر ډاکټر حشمت‌الله فیضي د یادې موضوع په ردولو سره زیاته کړه: «مرخېړي زهري خاصیت لري، له همدې امله ډېر نه تجویز کېږي، د کرونا ناروغانو لپاره هم کوم دلیل نشته چې تجویز شي.»

دی له خلکو غواړي چې هغو سپارښتنو ته چې د نړۍوال روغتیایي سازمان او د عامې روغتیا وزارت له خوا وړاندې شوي دي، تعقیب او جدي دې ونیسي.

Visits: 124

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.