ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اوس‌مهال په هېواد کې ۲۲ میلیون پېرودونکي ۲جي او ۶ میلیون نور ۳جي انټرنېټ ته لاسرسی لري

اوس‌مهال په هېواد کې ۲۲ میلیون پېرودونکي ۲جي او ۶ میلیون نور ۳جي انټرنېټ ته لاسرسی لري

author avatar
25 Aug 2022 - 17:49
اوس‌مهال په هېواد کې ۲۲ میلیون پېرودونکي ۲جي او ۶ میلیون نور ۳جي انټرنېټ ته لاسرسی لري
author avatar
25 Aug 2022 - 17:49

کابل (پژواک، ۳ وږی ۱۴۰۱): د مخابراتو وزارت په تېر یو کال کې د شاوخوا ۷ میلیارد افغانیو عواید ترلاسه کولو خبر ورکوي او وایي چې په هېواد کې د ۷۵۰۰ مخابراتي سایټونو په فعال ساتلو سره ۹۰ سلنه وګړي مخابراتي او انټرنېټي اسانتیاوو ته لاسرسی موندلی دی.

د مخابراتو او ټکنالوجۍ وزارت سرپرست مولوي نجیب الله حقاني نن (د وږي ۳مه) په کابل کې ملت ته د دولت حساب ورکولو ناسته کې د دغه وزارت د تېر یوه کال لاسته راوړنو او کړنو په اړه خبریالانو ته معلومات ورکړل.

هغه په دې ناسته کې وویل چې په هېواد کې د ۷۵۰۰ مخابراتي سایټونو په فعال ساتلو سره ۹۰ سلنه وګړي مخابراتي او انټرنېټي اسانتیاوو ته لاسرسي موندلی چې له دغه درکه اوسمهال ۲۲ میلیون پېردونکي ۲جي او ۶ میلیون نور ۳جي انټرنېټ ته لاسرسی لري.

د نوموړي په وینا، په تېر یوه کال کې د ۲۰ نوو مخابراتي سایټونو په فعالولو سره ۱۰۰زره کسان له انټرنېټي اسانتیاوو برخمن شوي او اوسمهال د ۲۸ نورو سایټونو پر فعالولو کار روان دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.