Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د ننګرهار ولايت په درۀنور ولسوالۍ کې د قومي مشرانو او ځايي چارواکو په هلو ځلو د دوو دښمنو کورنيو ترمنځ روغه وشوه.
د ننګرهار امنیه قوماندانۍ مسوولین وايي، روان کال په دغه ولايت کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۱۹۸۶ کسان نيول شوي دي.
د ننګرهار د کانال شرکت مسوولین وایي چې د مالټو حاصلاتو ډېرېدو او په دې برخه کې ځان بسیاینې ته د رسېدو په موخه د خصوصي سکټور په همکارۍ پر ۲۰ زره جریب ځمکه د مالټو نوي باغونه جوړ شوي دي.
د ننګرهار ولايت په اچین ولسوالۍ کې د قومي مشرانو او دیني عالمانو په منځګړیتوب د دوو دښمنو کورنیو ترمنځ روغه وشوه.
د ننګرهار د عامې روغتيا رياست وايي، د دغه ولايت په پنځو ولسواليو کې يې خلکو ته د بېړنيو روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه شپږ ګرځنده روغتيايي ټيمونه فعال کړي دي.
د ننګرهار د عامې روغتيا رياست وايي چې د دغه ولايت ۶۰ روغتيايي مرکزونه چې د ۴۸ ډوله طبي او غیرطبي تجهیزاتو له کمښت سره مخ وو، نن يې ستونزه حل هواره شوه او دغه وسایل ورکړل شول.
د ننګرهار ولايت د کرنې او مالدارۍ رياست وايي، د دغه ولایت په پنځو ولسواليو کې يې ۶۸ کروندګرو ته د چارمغزو (غوزانو) ځنګلونه جوړ کړي دي.
د ننګرهار ولايت له عمومي زندانه د اتو ښځو په ګډون ۱۲۳ کسان ازاد او خپلو کورنیو ته ستانه شول.
د ننګرهار ولايت د کانال رياست مسوولین وايي، د لبني محصولاتو ډېرولو په موخه یې هڅې پيل کړې چې د دې ادارې اړوند د مالدارۍ فارم ته پراختیا او وده ورکړي.
د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په مرکز جلالاباد ښار او خوږياڼو ولسوالۍ کې درې ترافيکي پېښې شوې چې له امله يې درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ټپي شوی دی.
د ننګرهار ولايت سيمهييز چارواکي وايي، په تورخم کې پاکستاني چارواکو ۱۴۱ هغه افغان وګړي ورسپارلي چې د قانوني اسناد له درلودو سره سره بیا هم بندیان شوي وو.
د ننګرهار د مرکز جلالاباد ښار اوومه ناحیه کې د ۱۲ میلیون افغانیو په لګښت د يوه سړک پخولو چارې پيل شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP