Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د اروزګان ولایت په مرکز او خاص ارزوګان ولسوالۍ کې نن د افغاني سرې میاشتې ټولنې لخوا پر ۷۴۰ سیلابځپلو کورنیو د نغدو پیسو مرسته ووېشل شوه.
د اروزګان امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په دهراوود ولسوالي کې د دوو قتلونو په تور درې کسان نیول شوي دي.
د اروزګان په درېیو ولسوالیو کې له درېیو روغتیایي مرکزونو سره د ۵۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د درملو او طبي وسایلو مرسته شوې ده.
د اروزګان امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په دهراوود ولسوالۍ کې د ومانو پروسس یوه کارخونه کشف شوې او دغه راز په خاصاروزګان ولسوالۍ کې ۹۲۰ کیلوګرامه (هریړنګ) نیول شوي دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) مسوولین وایي چې سږ کال په اروزګان کې د پاکو اوبو رسولو ۲۴ نوې شبکې جوړوي چې په دې سره به د دغه ولایت ډېری خلک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.
اروزګان کې یو ۵۷ کلن سړی له څلورو ښځو ۵۲ اولادونه لري خو د بېوزلۍ له امله د درېیو خونو په یوه کرایي کور کې ژوند کوي.
اروزګان کې روغتیایي مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۲۱۳ درملتونونو له جملې یوازې ۷۰ یې جوازونه لري او پاتې نور په غیرقانوني توګه فعالیت کوي.
د اروزګان دهراوود کې ځایي مسوولین وایي چې په دې ولسوالي کې د دوو کورنیو ترمنځ رامنځته شوې دښمني د قومي مشرانو په منځګړیتوب په دوستي بدله شوه.
د اروزګان امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په چهارچینو ولسوالي کې یې د نشهيي توکو د تولید دوه کارخونې له منځه وړې دي.
اروزګان کې د «هلوټرسټ» ماینپاکۍ موسسې پر کارکوونکو یوه پخواني ماین چادونه کړې چې له امله یې یو کس وژل شوی او بل ټپي دی.
اروزګان کې د ښوونځيو د کمښت په تړاو د پژواک د راپور له خپرېدو وروسته، اوس د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسېف) استازو ویلي چې په دغه ولایت ۱۳ نوي ښوونځي جوړوي.
پلخمري (پژواک، ۲۲ غویی ۱۴۰۳): د بغلان ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکزي بغلان او بورکې ولسوالیو کې د تېرې ورځې سېلابونو
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP