Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د ازبکستان نوي ګومارل شوي سفیر سره په لیدنه کې ټینګار کړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سترو اقتصادي پروژو برخه کې دې عملي ګامونه پورته شي.
د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي کمېټه وايي، د هېواد جیټکانډو کمېټې او د ووشو په ملي فدراسیون کې د ایټياېف تکواندو ورزشکارانو د ازبکستان په سیالیو کې شپږ د سرو او سپینو زرو مډالونه ګټلي دي.
د افغانستان په چارو کې د ازبکستان ځانګړي استازي عصمتالله ایرګاشف د منځنۍ اسیا لپاره د اروپایي ټولنې له استازې تري هاکالا سره لیدلي او د افغانستان په اړه یې خبرې اترې کړې دي.
د افغانستان د المپيک، بدني روزنې او سپورت کمېټې عمومي ریاست وايي، د هېواد د قوتالرمي ملي فدراسیون پنځه ورزشکاران د دې څانګې نړۍوالو سياليو کې د ګډون په موخه ازبکستان ته تللي دي.
یوې ازبکستاني رسنۍ راپور ورکړی چې د ازبکستان هېواد «فوقالعاده او کامل الاختیار» سفیر ایبک عثمانوف کابل ته رسېدلی دی.
له ازبکستان څخه کابل د علماوو راغلي پلاوي د رياستالوزراء له اداري مرستيال سره په لیدنه کې د خپل سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پياوړتيا بللې او ویلي یې دي، هڅه کوي له رامنځته شوي فرصت غوره استفاده وکړي.
د افغانستان د والیبال فدراسیون وایي، د هېواد د والیبال ملي لوبډلې تېره شپه خپله لومړۍ لوبه ترکمنستان ته وبایله او نن دویمه لوبه له ازبکستان سره کوي.
د افغانستان د والیبال فدراسیون وایي چې د هېواد د والیبال ملي لوبډله د مرکزي اسیا زون سیالیو کې د ګډون په موخه ازبکستان ته لاړه.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي، ازبکستان کې د افغانستان نوي ټاکل شوي سفیر شیخ عبدالغفار بحر د خپل باورليک کاپي د هغه هېواد بهرنیو چارو وزیر ته وسپارله.
ازبکستان کې د افغانستان سفارت وایي، دغه هېواد ته د اسلامي امارت له لوري ټاکل شوی سفیر معرفی او په کار یې پیل وکړ.
په کابل کې د ازبکستان سفیر د ریاستالوزرا له اداري مرستیال سره د مخه ښې په لیدنه کې ویلي، د هېواد پانګهوال یې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته چمتو دي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي، ملا عبدالغني برادر د ترمذ نړۍوال سوداګریز مرکز د پرانیستې په مراسمو کې د ګډون په موخه د ازبکستان ترمذ ښار ته ولاړ.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP