Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
ازبکستان له افغانستان سره د بشري مرستو په دوام نن ۱۶۰ تڼه خوراکي توکي د بلخ ولایت حیرتان سوداګریز بندر کې افغان پلاوي ته وسپارل.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي چې د ازبکستان له خوا مرسته شوي د سبو، غلو دانو او صنعتي بوټو تخمونه بلخ ولایت ته راورسېدل.
د ازبکستان د اوسپنې پټلۍ ادارې مرستیال وایي، هېواد یې غواړي چې د ریلي تعرفو په ۵۰ سلنه کمښت سره د افغانستان د ریل پټلۍ له لارې انتقالات ډېر کړي او ترانزیټي بهیر ته وده ورکړي.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر بختیار سعیدوف سره ټلیفوني خبرې وکړې.
کابل (پژواک، ۲۶ کب ۱۴۰۲): د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر په مشرۍ د علماوو لس کسیز پلاوی ازبکستان ته ولاړ.
د ریاستالوزراء اداري مرستیال د ازبکستان بهرنیو چارو له وزیر سره په لیدنه کې ویلي، داعش ډله د بهرنیو استخباراتو زېږنده ده او له منځه وړل شوې، بلخوا د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر ټينګار کړی چې افغانستان بايد د نړۍوالې ټولنې برخه وي.
د المپیک ملي کمېټه وایي چې د هېواد د جودو ملي لوبډله نړۍوالو المپیکي سیالیو ته د چمتووالي په موخه د تمریناتي کمپ ترسره کولو لپاره ازبکستان ته تللې ده.
د بلخ ولایت له مزارشريف ښار څخه تر ازبکستانه پورې د ۷۵ کیلو متره په اوږودوالي د اوسپنې پټلۍ د بيارغونې چارې د ۶،۳ میلیونه ډالرو په لګښت پیل شوې.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په کابل کې د ازبکستان له سفیر سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د پلاوو د تګ راتګ، دوه اړخیزې سوداګرۍ او له تړون سره سم افغانستان ته د وارداتي برېښنا د لېږد په اړه خبرې کړې دي.
یوه سرچینه وایي چې ازبکستان کې د افغانستان سفارت ټولې چارې اسلامي امارت ته سپارل شوې او مغفورالله شهاب هلته د نوي سرپرست سفیر په توګه ټاکل شوی دی.
د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت سرپرست ملا حمیدالله اخندزاده په ترانسپورټي مسایلو د خبرو لپاره د یوه پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته ولاړ.
افغانستان له ازبیکستان سره د ۲۰۲۴ کال لپاره له د برېښنا پېرودلو تړون تمدید او لاسلیک کړ.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن