Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د افغانستان ملي دفاع وزارت په ازبکستان کې د امریکا سفیر د وروستیو څرګندونو غبرګون کې ویلي چې په ازبکستان کې د افغانستان اړوند الوتکو او چورلکو د برخلیک په اړه هر ډول معامله د منلو وړ نه ده.
تاشکند کې د امریکا سفیر ویلي، له افغانستانه ازبکستان ته لېږدول شوې الوتکې او چورلکې به په هغه هېواد کې پاتې کېږي او په دې اړه له ازبکستان سره رسمي تړون شوی.
د افغانستان فاریاب ولایت استقلال فوټبال لوبډلې خپله دوستانه لوبه د ازبکستان سرخاندریا ولایت قزریق لوبډلې ته دوه – صفر وبایلله.
له کابل څخه د ۷۰ زره ډالرو په ارزښت دوه کانټینره پمپرونه چې ۲۳۰۰ بستې کېږي، نن ازبکستان ته صادر شول.
د بلخ مرکز مزارشریف ښار کې د ازبکستان له خوا د شاوخوا شپږ میلیون ډالرو په لګښت د امام بخاري په نوم د یوې لویې دیني مدرسې د جوړولو چارې پيل شوې.
د ازبکستان لومړی وزیر وایي چې هېواد یې په اقتصادي او سوداګریزه برخه کې له افغانستان سره د همکاریو پراختیا ته ژمن دی او په کلتوري برخه کې هم خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.
کابل (پژواک، ۲۴ زمری ۱۴۰۳): د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو د پیاوړتیا
کابل (پژواک، ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳): د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د ازبکستان جیولوجي او کانونو له وزیر سره په لیدنه کې ویلي
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست له ازبکستاني چارواکو سره لیدنه کې د افغان ټرانس پروژې د چارو پر تطبیق او بشپړېد د ټینګار ترڅنګ د افغانستان د کرنې برخې د میکانیزه کولو او د بزګرانو ظرفیت لوړونې په اړه خبرې کړې دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې د دغه وزارت د سرپرست په مشرۍ د دولتي او خصوصي سکټور ګډ پلاوی ازبکستان ته لاړ.
د ملګرو ملتونو سازمان وايي چې د دغه سازمان سرمنشي منځنۍ اسیا ته د خپل سفر په پیل کې نن (شنبه) ازبکستان ته ولاړ شي.
د ازبکستان سفیر د لوړو زدهکړو وزارت له علمي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي چې په روان کال کې افغانستان ته په بېلابېلو پوهنځیو کې د لیسانس کچې ۵۰ تحصیلي بورسونه ورکوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP