Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په کابل کې د ازبکستان له سفیر سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د پلاوو د تګ راتګ، دوه اړخیزې سوداګرۍ او له تړون سره سم افغانستان ته د وارداتي برېښنا د لېږد په اړه خبرې کړې دي.
یوه سرچینه وایي چې ازبکستان کې د افغانستان سفارت ټولې چارې اسلامي امارت ته سپارل شوې او مغفورالله شهاب هلته د نوي سرپرست سفیر په توګه ټاکل شوی دی.
د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت سرپرست ملا حمیدالله اخندزاده په ترانسپورټي مسایلو د خبرو لپاره د یوه پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته ولاړ.
افغانستان له ازبیکستان سره د ۲۰۲۴ کال لپاره له د برېښنا پېرودلو تړون تمدید او لاسلیک کړ.
د برېښنا شرکت وایي چې په ازبکستان کې د برېښنا تاسیساتو د ترمیم او اساسي رغونې چارې بشپړې او افغانستان ته وارداتي برېښنا په نورمال ډول ونښلول شوه.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي چې د دغه وزارت له پلاوي سره په لیدنه کې د ازبکستان سوداګرۍ وزارت چارواکو د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د کرنې برخه کې د همکارۍ درې هوکړهلیکونه لاسلیک شوي چې له مخې دغه هېواد د افغانستان پر ۱۶۰۰ هکتاره ځمکه باغونه جوړوي او کښتونه به کوي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ويلي چې د کرنې او مالدارۍ وزارت د ازبکستان کرنې له پوهنتون سره د زدهکړو او تجربو شریکولو برخه کې هوکړهلیک لاسلیک کړی دی.
د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مرستیال په مشرۍ یو پلاوی د کرنې او مالدارۍ برخو کې د پانګوالو ترمنځ د اړیکو او همغږۍ پیاوړتیا په موخه ازبکستان ته سفر وکړ.
د ازبکستان اوسپنې پټلۍ اداره وایي، چمتو ده د حیرتان – مزارشریف اوسپنې پټلۍ ترمیم په ښه کیفیت او لنډ وخت کې په ۵۰ سلنه تخفیف ترسره کړي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولینو له ازبکستانه غوښتي چې پر ترانزیټي توکو تعرفه کمه کړي څو له دې لارې د انتقالاتو کچه لوړه شي.
له ازبکستانه راغلی پلاوی د ریاستالوزرا له اقتصادي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، په نږدې راتلونکي کې به تاشکند کې د افغاني محصولاتو نړۍوال نندارتون جوړ کړي او چمتو دي چې په ترمذ کې افغان سوداګرو ته د سوداګرۍ یو لوی مرکز هم وسپاري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP