Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت کابل ته د ازبکستان ۴۵ کسیزه پلاوي د راتګ خبر ورکوي او وايي، یاد پلاوی د ازبکستان سوداګریزو توکو د نندارتون پرانستې او د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا په موخه افغانستان ته راغلی دی.
په هرات کې د ګاز لېږدولو تولید شوي ټانکرونه په لومړي ځل ازبکستان ته صادر شول.
د بهرنیو چارو وزارت وایي، د ازبکستان په ترمز ښار کې د افغانستان کنسولګرۍ کې د پاسپورټونو د وېشلو او چاپ بهیر پیل شوی دی.
. . .
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له ازبکستانه غوښتي چې د نشهیي توکو سره د مبارزې منسوبینو د ظرفیت لوړونې په برخه کې دې له دوی سره همکاري وکړي.
د افغانستان د فوټبال ۲۳ کلنو ملي لوبډله اسیا جام ته د لارموندنې په مقدماتي سیالیو کې د ګډون په موخه ازبکستان ته ولاړه.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د ازبکستان د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ وزارت د لومړي مرستیال ناظمجان خالمرادوف په مشرۍ کابل ته د دغه هېواد د ۳۰ کسیز سوداګریز پلاوي له را رسېدو خبر ورکوي.
د بلخ والي محمدیوسف وفا وایي چې اسلامي امارت د اقتصادي پرمختګ په موخه له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل کوم هېواد خلاف وکاروي.
د افغانستان سټنډرډ ملي اداره وایي، له ازبکستانه وارد شوي ۴۲۸۸ ټنه بېکیفیته تېل یې د بلخ له حیرتان بندره بېرته دغه هېواد ته مسترد کړي دي.
د افغانستان فوټبال فدراسیون وایي، د مرکزي اسیا (کافا) د فوټسال جام سیالیو په لړ کې نن افغانستان له ازبکستان سره لوبه کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP