Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
ناقانونه کډوالي چې ډېری افغانان د بېوزلۍ او بېکارۍ له امله ورته مخه کوي، پر یوه تیاره لار له ګواښه ډک هغه اقدام دی چې کولای شي په دوکه، شکنجه، د بدن د غړو په پرې کېدو او کله کله د ژوند په له لاسه ورکولو پای ته ورسېږي.
د ملګرو ملتونو سازمان له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي چې په ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې یې څه باندې ۲۰ میلیون افغانانو ته چې نیمايي یې ماشومان وو، د لومړنيو روغتیايي مراقبتونو خدمتونه وړاندې کړي دي.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM) د اروپایي ټولنې په مالي مرسته د ۲۰۲۳ کال له وروستیو تر اوسه د راستنو شوو او په زلزلو کې د زیانمنو په ګډون له ۲۰۰ زره افغانانو سره بېړنۍ بشري مرستې کړې دي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا باربوک په یوه خبري ناسته کې ویلي، تر کومه چې امکان ولري، له افغانانو سره به بشري او نورې مرستې کوي.
د ریاستالوزراء اداري مرستیال د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې د نړۍوال فدراسیون د آسیا پاسیفیک حوزې له رییس سره په لیدنه کې غوښتي چې له افغان ولس او اجباري راستانه شوو کډوالو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د بهرنیو چارو وزارت وایي، د دغه وزارت سرپرست په کابل کې د سعودي عربستان له سفیر سره د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا او سعودي میشتو افغانانو د کونسلي خدمتونو پر رسولو خبرې وکړې.
رسنیو د یونان د ساحلي ګارډ له قوله راپور ورکړی چې د دغه هېواد په ختیځ کې رودس جزیرې ته نږدې د یوې کښتې ډوبېدو له امله اتو افغانانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۸ نور ژغورل شوي دي.
د افغانستان ریاستالوزراء د ایران او پاکستان پر ګډه پوله د یو شمېر افغان کډوالو مرګ ژوبلې راپورونو په اړه د پلټنو لپاره پلاوی وتاکه.
د ایران د بشري حقونو سازمان وايي، دغه هېواد کې د دوو افغانانو په ګډون ۱۴ کسان اعدام شوي، خو تهران تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف ویلي چې په سیمه که د امنیت ټینګښت لپاره باید له افغانانو سره مرسته او د دغه هېواد د اقتصاد په بیارغونه کې همکاري وشي.
د المان په ووپرتال ښار کې د افغانانو د واده مراسمو پر مهال اخ و ډب کې څلور مېلمانه او پنځه پولیس او د فرانسې په پاریس ښار کې د افغانانو خپلمنځي شخړه کې لږ تر لږه درې کسان ټپیان شوي دي.
د بښنې نړۍوال سازمان له جرمني کابل ته د ۲۸ افغانانو بېرته ستنولو غبرګون کې ویلي، دغه کار له نړۍوالو قوانینو سرغړونه ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP