Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د بښنې نړۍوال سازمان له جرمني کابل ته د ۲۸ افغانانو بېرته ستنولو غبرګون کې ویلي، دغه کار له نړۍوالو قوانینو سرغړونه ده.
د افغانستان لپاره د بریتانیا سفارت د بشرپالنې نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي چې په تېر زېږدیز کال کې یې له څه باندې ۲،۷ میلیون افغانانو سره مرسته کړې ده.
د کډوالو چارو وزارت، د کډوالۍ نړۍوال سازمان هغه راپور چې ګواکې له ۲۰۲۰ کال راهیسې نږدې اته میلیونه افغانان بهر ته کډوال شوي، ردوي او وایي، ځینې ادارې د دې لپاره چې د تمویلوونکو پام جلب کړي د افغانستان په اړه ناسم معلومات خپروي.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان وايي چې د اروپایي ټولنې په ملاتړ یې له ۲۰۱۸ کال څخه تر ۲۰۲۳ کاله پورې له ۱،۲ میلیون افغانانو سره مرسته کړې ده.
د ایران د اسنادو او ځمکو ثبت سازمان وایي چې دغه هېواد کې ۵۰ سلنه ثبت شوي بهرني شرکتونه د افغانانو دي.
په کابل کې د جاپان سفارت افغانانو ته د ۲۰۲۵ زېږدیز کال لپاره د ماسټرۍ او دوکتورا بورسونه اعلان کړي دي.
کابل ته د بهرمېشتو افغانانو راغلی پلاوی وایي، د سفر پر مهال یې د ا.ا له مشرانو سره د نجونو ښوونځيو پرانیستو، د قوانینو تشې ډکېدو او ټولمنلي نظام جوړېدو په اړه خبرې کړي او مشران هم په ډېرو مواردو کې ورسره موافق دي، ویلي یې دي چې واردمخه يې هم ځيني عملي ګامونه اخیستي دي.
د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکي د خپلو ودونو په مراسمو کې د بدلونونو خبره کوي او وایي، پخوا د ودونو مراسم ساده او کملګښته وو، خو اوس د رواجونو په ډېرېدو سره د دغو مراسمو لګښت هم لوړ شوی دی.
د امریکا کانګرس مشرانو او سپینې ماڼۍ افغانانو ته د کډوالۍ د ۱۲ زره نورو ځانګړو وېزو د ورکړې په اړه هوکړه کړې ده.
په امریکا کې د جمهوريغوښتونکي او ډیموکراټ ګوندونو له ۱۲ ډېرو سناتورانو افغانانو ته د کډوالۍ ځانګړو ویزو شمېر ډېرولو غوښتنه کړې ده.
ځیني جګړوځپلي په افغانستان کې د تېرو خونړیو جګړو ځوروونکې کیسې کوي، له هېوادوالو غواړي چې سره یو موټی شي او پرې نهږدي چې پردۍ جګړې بیا له افغانانو قرباني واخلي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې د پاکستان پنجاب ایالت له زندانونو ۱۱ افغانان ازاد شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP