Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هند افغانانو ته د انلاین ویزو د ورکړې بهیر له سره پیل کړی

کابل (پژواک، ۴ غبرګولی ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، هند د تېرې میلادي میاشتې په وروستۍ اونۍ کې افغانانو ته د انلاین ویزو د ورکړې بهیر له سره پیل کړی دی.

هندو ورځپانې تېره شپه راپور ورکړی چې هند د تېرې میلادي میاشتې په وروستۍ اونۍ کې افغانانو لپاره د انلاین ویزې نوی ماډل پیل کړی دی.

راپور کې د حکومتي سرچینو له قوله لیکل شوي چې دغه انلاين ویزې سوداګرو، ناروغانو، لوبغاړو او هنرمندانو ته ورکول کېږي.

سرچینې زیاته کړې، هند کې د افغان زده‌کړیالانو مور او پلار او هغه خلک چې دغه هېواد کې ملکيت لري هم دې ویزو ته غوښتنليک استولی شي.

تر اوسه د هند او افغانستان حکومتونو په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.